اوکرايين کړکېچ: بريتانيا کې پر پنځو روسي بانکونو بنديزونه ولګېدل

د عکس سرچینه، EPA/MIKHAIL KLIMENTYEV / SPUTNIK / KREMLIN POOL
يو شمېر لوېديځو هېوادونو د اوکرايين په ختيځ کې د دوو بېلتون غوښتونکو سيمو په رسميت پېژندلو او دې سيمو ته د روسيې پوځيانو د ننوتلو له کبله پر روسیه نوي بنديزونه لګولي دي.
د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانس اعلان کړی چې د روسيې د کړنو په پايله کې به پر پنځو بانکونو بنديزونه ولګوي.
ښاغلي جانسن وويل، چې د دې تر څنګ د د دريو شتمنو روسيې وکړو چې په هغو کې د انرژۍ او ترانسپورت برخه کې ميليادر ګينادي تيمچينکو هم شامل دی پر شتمنيو او دې هېواد ته په ورتګ به يې بنديزونه ولګول شي.
ځينو بريتانوي سياستوالو دغه بنديزونه بې اغېزې بللي او د روسيې پر وړاندې یې د لا جدي چلند غوښتنه کړې ده.
په عيني حال کې د جرمني لومړي وزير اولاف شولتز اعلان وکړ چې هغه له روسیې د ګازو د لېږد پايپ لاين پروژې جواز ځنډولی.
که څه هم روسيې په اروپا کې د ګازو د بيو لوړېدو خبرداری ورکړی خو بريتانيا، اوکرايين او امريکا د جرمني له خوا د ګازو د نل ليکې د بندېدو د پرېکړې هرکلی کړی دی.
اروپايي ټولنې له اوکرايين سره د پيوستون ښودلو لپاره د روسيې پر وړاندې د قوي او متحد ګام پورته کولو ژمنه کړې ده.
دغه ټولنې د روسيې پر وړاندې د بنديزونو طرحه وړاندې کړې چې ټاکل شوې پارلمان کې پرې رایی اچونه وشي.
روسي پوځیانو ته امر شوی چې د اوکرایین ختیځ ته ننوځي

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د خپل هېواد پوځیانو ته امر کړی، چې د اوکرایین په ختیځ کې هغو دوو سیمو ته ننوځي چې د روسیې پلوي ځواکونو په کنټرول کې دي.
هغه تصویرونه چې تېره شپه خپاره شوي، ښيي چې د روسیې پوځي ګاډو کاروان د اوکرایین پولې پر لور روان دی.
روسیه وايي، ځواکونه به یې د دونیڅک او لوهانسک سیمو کې د ''سولې ساتنې '' ماموریت تر سره کړي، چې په خپل سر یې د دونیڅک او لوهانسک خلکو جمهوریتونو په نامه خپلواکي اعلان کړې ده.
بل لور امریکا وايي، د دوی سوله ساتي بلل ''بې مانا '' خبره ده او پر روسیې یې د جګړې لپاره د سیناریو چمتو کولو تور پورې کړی.
د اوکرایین ولسمشر بیا وايي، هېواد یې ''له هیڅ شي او هیچا نه ډارېږي. ''
تېره شپه ناوخته په یوه ټلویزیوني وینا کې ولسمشر ولودومیر زیلنسکي ''د اوکرایین له نړیوالو متحدینو د شفاف او ګټور ملاتړ '' غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل: ''دا ډېره مهمه ده، چې اوس ووینو چې څوک زموږ رښتینی ملګری او دوست دی او څوک یوازې د خبرو له لارې د روسیې فدراسیون ډاروي. ''
لوهانسک او دونیڅک د اوکرایین دوې هغه سیمې دي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې پکې روسیه پلوه وسله وال له اوکراییني پوځ سره په جګړه بوخت دي.
له دې مخکې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د یوه فرمان په لاسلیک کولو سره له اوکرایینه د دې جلا شویو سیمو لوهانسک او دونیڅک خپلواکي په رسمیت وپېژندله.
د ولسمشر پوتین له دې اعلانه څو ساعته وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تاوتریخوالي کمولو په موخه بېړنۍ غونډه پیل کړه.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې ځانګړي استازي واسیلي نبنزیا د امنیت شورا دې غونډه کې پر اوکرایین د تېري تور ولګاوه او په وینا یې مسکو اوس هم د دې مسئالې دیپلوماتیک حل ته چمتو دی.
نوموړي د خپل هېواد له پرېکړې دفاع کړې او وايي، هېواد یې نه شي کولای په دونباس سیمه کې د ''وینو یوه نوي ډنډ '' رامنځته کېدو اجازه ورکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
ولسمشر پوتین د دې دوو سیمو د خپلواکۍ د منلو په اړه خپله پرېکړه په یوه تلویزوني وینا کې په ډاګه کړه.
نوموړي وویل:
''زه دا اړینه ګنم چې له ډېرې مودې راهیسې کړې پرېکړه په عاجله توګه عملي کړم او د دونیڅک د خلکو جمهوریت او لوهانسک د خلکو جمهوریت خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت ومنو. ما د روسیې فیدراسیون له فیدرالي اسمبلۍ غوښتي دي چې د دې پرېکړې ملاتړ وکړي او بیا له دواړو جمهوریتونو سره د ملګرتیا او دواړخیزو همکاریو تړون تصویب کړي. دا اسناد به په نژدې راتلونکي کې چمتو او لاسلیک شي. ''
په دونیڅک کې یو شمېر خلکو د ولسمشر د دې اعلان هرکلی د روسیې د بیرغونو په رپولو او اورلوبې وکړ.
ولسمشر پوتین دونڅک او لوهانسک د روسیې لرغوني سیمې وبللې او د اوکرایین حکومت یې هغه ګوډاګی وباله چې په وینا یې کنترول یې له بهرنیانو سره دی.

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلي پوتین د خپل ملي امنیت د چارواکو په مخ کې نژدې یو ساعت خبرې وکړې او ویې ویل چې اوکرایین د یوه هېواد په توګه رښتینی تاریخ نه لري او چارواکي یې په فساد تورن کړل.
هغه زیاته کړه چې اوکرایین د نورو لخوا د روسیې پرضد کارول کېږي چې له امله یې روسیه له یوه لوی او خطرناګ ګواښ سره مخامخه ده.
د روسیې ولسمشر د اوکرایین چارواکو ته په وینا کې ویل چې په عاجله توګه له تاوتریخوالي لاس واخلي کنه نو په وینا یې د وینې تویدینې ټول مسوولیت به د هغوي پر غاړه وي.
ویل کېږي چې د روسیې لخوا له اوکرایین نه د جلا شویو سیمو په رسمیت پیژندل به د اوکرایین پر سر د لویدیځ او روسیې ترمنځ کړکېچ لا پراخ کړي.
نړیوالې ټولنې د ولسمشر پوتین د دونیڅک او لوهانسک د خپلواکۍ منلو په اړه د ولسمشر پوتین پرېکړه غندلې ده.
دې پرېکړې ته په غبرګون کې سپینې ماڼې ویلي چې ولسمشر بایډن به یو امر صادر کړي چې له مخې به یې له اوکرایین په جلا شویو سیمو لوهانسک او دونیڅک بندیزونه ولګول شي.
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن هم د ولسمشر پوتین پرېکړه وغندله او هغه یې له نړیوال قانون نه څرګنده سرغړونه وبلله.
نوموړي وویل:
''ولادیمیر پوتین اعلان کړی چې روسیه دوه جلا شوې سیمې لوهانسک او دونیڅک د جمهوریتونو په توګه په رسمیت پیژني، دا په ښکاره له نړیوال قانون نه سرغړونه ده. دا په څرګند ډول د اوکرایین له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نه سرغړونه ده. ''
د دونیڅک او لوهانسک د خپلواکۍ منلو په اړه د ولسمشر پوتین پرېکړه په سیمه کې د سولې خبرو ته د پای ټکی ږدي. ویل کېږي چې په لوهانسک او دونیڅک کې وار دمخه ګڼ شمېر خلکو ته روسي پاسپورټونه ورکړل شوي دي.
لویدیځوال اندېښمن دي چې روسیه به اوس د بیلتونپالو تر کنترول لاندې دې سیمو ته خپل پوځیان واستوي، خو داسې ښکاري چې د لویدیځوالو دا اندېښنه په حقیقت بدلېدونکی دی ځکه چې د لوهانسک او دونیڅک د خپلواکۍ منلو په اړه د ولسمشر پوتین په فرمان کې راغلي چې روسي وسله وال ځواکونه به د سوله ساتنې په موخه له اوکرایین په جلا شویو دې دوو سیمو کې ځای پرځای شي.








