د انرژي نړیواله اداره: اروپا دې راتلونکی ژمی د روسیې ګازو بشپړ بندېدو ته چمتو وي

Gas pipeline

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اروپايي ټولنه وايي، ژمنه ده چې د روسیې پر تېلو او ګازو خپله تکیه کمه کړي، خو دا به وخت ونیسي

د انرژي نړیوالې ادارې مشر وايي، اروپا باید دې حالاتو ته چمتو شي چې روسیه په راروان ژمي کې په بشپړه توګه اروپا ته د ګازو صادرول بند کړي.

فاتح بیرول وویل، روسیې اروپا ته د ګازو صادرات په ستراتیژیک ډول کم کړي.

د نوموړي په خبره روسیې دا ګام د دې لپاره اخیستی چې اروپايي هېوادونه د ژمي لپاره ګاز زېرمه نه کړي او روسیې ته اړمن پاتې شي.

ښاغلی بیرول وايي، په اوسنيو حالاتو کې د ډبرو له سکرو کار اخیستل جواز لري.

جرمني هم په وروستیو ورځو کې اعلان وکړ، چې د ډبرو له سکرو به د انرژۍ تولید زیات کړي.

اروپايي ټولنه وايي، ژمنه ده چې د روسیې پر تېلو او ګازو خپله تکیه کمه کړي، خو دا به وخت ونیسي.

د چهارشنبې په ورځ د تېلو بیې ۵ سلنه راښکته شوې او د اروپا په بازارونو کې د شرکتونو د ونډو ارزښت ولوېد.

تمه کېږي چې په متحده ایالاتو کې ولسمشر جو بایډن به د لنډ وخت لپاره د تېلو مالیه کمه کړي چې د بیو لوړېدا مخه ونیسي.

په بریتانیا کې هم د انفلاسیون کچه ۹ سلنه پورته شوې چې دا په ۴۰ کلونو کې تر ټولو لوړه کچه ده.

بلخوا د چین د ګمرکونو عمومي ادارې ویلي، تیره میاشت د ختیځ ساېبریا آرام سمندر د پایپ لاین له لارې چین ته د روسیې ۸.۴۲ میلیونه ټنه خام تېل وارد شوي دي.

له دې ښکاري چې چین ته د روسیې د تېلو عرضه د تېر کال پرتله په سلو کې ۵۵ سلنه زیاته شوې.

Gas hob

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په بریتانیا کې هم د انفلاسیون کچه ۹ سلنه پورته شوې چې دا په ۴۰ کلونو کې تر ټولو لوړه کچه ده

په دې برخه کې، چینایي شرکتونو له روسیې څخه د پام وړ امتیازات ترلاسه کړي، ځکه چې اروپا او متحده ایالاتو کې د روسیې د تېلو پېرېدونکو د اوکرایین له جګړې وروسته د روسیې د تېلو او ګازو له پېرېدو لاس په سر شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې روسیه ۷.۸۲ میلیون ټنه تېل چین ته صادر کړي او له دې سره د نړۍ د تېلو لوی صادر کوونکی هېواد شو چې سعودي عربستان یې دویمې کچې ته غورځار کړ.

خو روسیه یوازینی هیواد نه دی چې له بندیزونو سره سره چین ورنه تېل اخلي.

بېجینګ تېره میاشت له ایرانه ۲۶۰،۰۰۰ ټنه خام تېل اخیستي چې د تېر ډسمبر میاشتې راهیسې دا یې دریم ځل دی.