اروپايي ټولنې په روسیې د تکیې کمولو لپاره له امریکا سره د ګازو تړون لاسلیک کړ

Gas pipe

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې د روسیې پر انرژۍ د اروپا تکیې کمولو لپاره خپلو منځو کې د مایع طبیعي ګازو یا LNG لوی تړون لاسلیک کړی. دغه تړون د جمعې په ورځ بروکسل ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن د درې ورځني سفر پر مهال اعلان شو.

د دې تړون له مخې به امریکا دې کال تر پایه اروپا ته ۱۵ میلیارده مترمکعب نور ګاز هم د ورکړي.

امریکا او اروپایي ټولنې له مخکې نه ویلي وو چې اوکرایین باندې د روسیې د یرغل په غبرګون کې به له روسیې د سونتوکو سواګري کمه کړي.

دمګړۍ اروپايي ټولنه خپل د اړتیا شاوخوا ۴۰ سلنه ګاز له روسیې ترلاسه کوي.

د دې ټولنې اوږد مهاله موخه دا ده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې هر کال له امریکا ۵۰ میلیارد متر مکعب ګاز ترلاسه کړي، چې دا د تېر کال پرتله ۲۲ میلیارد متر مکعب دی.

ولسمشر بایډن په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: "پوتین د روسیې د انرژۍ سرچینې د خپلو ګاونډیانو د ځورولو او تر اغیز لاندې راوستو لپاره کاروي. هغه دا ګټه د خپل جنګي ماشین د چلولو لپاره کاروي."

بایډن وویل، د تړون اوږدمهاله ګټې به د دې لنډمهاله درد چې د روسیې د ګازو د کمښت له کبله احساسیږي ډېرې وي.

اروپا کې د انرژۍ کمښت ستونزه

LNG tanker

د عکس سرچینه، Getty Images

له اوکراین سره د روسیې جګړې، د انرژۍ بیه د ریکارډ لوړې کچې ته رسولې ده. پر اوکراین د روسیې یرغل اروپايي ټولنه دې ته وهڅوله چې سږکال د روسیې د ګازو کارول کم کړي.

د دې لپاره به دوی دوه په دریمه برخه ګاز له نورو هیوادونو واردکړي او د بیا کارېدونکې انرژۍ کارولو سره به په روسیې تکیه کمه کړي.

اروپايي ټولنه وايي، په کورونو کې د انرژۍ سپمولو له لارې کولی شي سږ کال د ۱۵.۵ میلیارد مترمکعب انرژي خوندي کړي او د باد او لمر انرژۍ په زیاتولو سره کولی شي ۲۰ میلیارده متر مکعب انرژي سپما کړي.

اروپايي ټولنه غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې په سمه توګه د انرژۍ کارولو او د نوې انرژي تولیدولو له لارې ۱۷۰ میلیارد متر مکعب سپما وکړي.

په اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې، امریکا د روسیې د تېلو او ګازو پر ټولو وارداتو بندیز لګولی او بریتانیا به د ۲۰۲۲ کال تر پایه له روسیې د تېلو واردات بند کړي.

اروپايي ټولنې ویلي وو چې دوی به د انرژۍ تولید بدیلو لارو ته مخه کړي او اروپا به "تر ۲۰۳۰ کال دمخه" د روسیې انرژۍ ته محتاجه نه وي.