امریکا او جرمني د روسیې پر جنجالي ګازي نللیکه هوکړې ته ورسېدل

د عکس سرچینه، Reuters
امریکا وايي، له جرمني سره داسې تړون ته رسېدلې چې روسیه نورد سټریم ۲ ګازي نللیکه د اروپا پرضد د سیاسي وسلې په توګه ونه کاروي.
دا۱۲۳۰ کيلومتره اوږده نللیکه چې اوس نږدې بشپړه شوې جرمني ته د روسیې د ګاز صادرات دوه برابره کوي.
دا نللیکه د روسیې له وایبورګ پیل او له بالتیک سمندرګي تېرېدو سره د جرمني تر لوبمین ګاز رسېږي.
امریکايۍ چارواکې ویکتوریا نولاند دا "بده نللیکه" بولي او وايي، د واشنګټن او برلین د تړون له مخې، که روسیه هڅه وکړي، له اوکراین باج وغواړي، نو بندیزونه به پرې ولګېږي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د جولای پر ۱۶ له جرمن لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل سره په واشنګټن کې د لیدنې پر مهال وویل، دواړه هېوادونه "د روسیې د تېریو مقابل کې یو موټی دي. "
ښاغلي بایډن وویل، جرمني ته د روسیې د ګازي نللیکې په هکله اندېښنه یې مېرمن مېرکل ته وویله، خو دواړه په دې نظر دي چې مسکو باید انرژي د وسلې په توګه ونه کاروي.
اوکراین وايي، نورډ سټریم۲ د دغه هېواد امنیت ته ګواښ دی.
دغه هېواد له ۲۰۱۴ کال د خپلو سیمو ختیځو برخو کې د روسیې ملاتړو بېلتونپالو سره په جګړه کې ښکېل دی.
روسیې کریمیا ټاپووزمه- چې د اوکراین برخه وه- په همغه کال له خپلې خاورې سره ګډه کړه.
اوکراین د دې نللیکې تر بشپړېدو وروسته د مسکو له بشبړ یرغل اندېښمن دی.
د دې نللیکې پیلېدو سره اوکراین هغه درې میلیارد ډالر هم له لاسه ور کوي چې هر کال یې د ګاز له ټرانزېټ ترلاسوي.
پولنډ هم له دې نللیکې سره مخالف دی او وايي، دا لس میلیارد ډالري پروژه د منځنۍ او ختیځې اروپا هېوادونو امنیت ته ګواښ ده.

روسیه دا تورونه ردوي او دا نللیکه د ټولو ښکېلو لورو لپاره ګټوره بولي.
د اسوشېټېډ پرېس د رپوټ له مخې د امریکا او جرمني د هوکړې د مادو له مخې اوکراین به پنځوس میلیون ډالر د پاکې انرژۍ د تولید د ټیکنالوجۍ لپاره ترلاسه کړي.
بایډن تېره مۍ د دې نللیکې له شرکت هغه بندیزونه هم لرې کړل چې د امریکا تېر حکومت پرې لګولي وو.
د جو بایډن حکومت د دې نللیکې مخالف دی، خو شنونکي وايي، له اروپايي ملګرو سره د واشنګټن د اړیکو رغولو بهیر کې له جرمني سره درز نه غواړي.
د نورډ سټریم په څېر دا نللیکه هم په کال کې اروپا ته د ۵۵ میلیارد متر مکعب ګاز رسولو وړتیا لري.










