جو بایډن له "اقلیمي کړکېچ" سره د مقابلې څو فرمانونه لاسلیک کړل

بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اقلیمي بدلون "کړکېچ" سره د مقابلې څو اجرايي فرمانونه لاسلیک کړل.

د دې فرمانونو له مخې، له دې وروسته د تېل او ګاز اېستلو لپاره فدرالي ځمکه اجاره کېدلی نه شي او سیندونو کې د بادي توربینونو لګولو سره د برېښنا تولید تر ۲۰۳۰ کال دوه برابره کېږي.

اټکل دی د ښاغلي بایډن دا فرمانونه- چې د امریکا د پخواني حکومت له سیاست سره بلا لوی توپیر لري- د انرژۍ صنعت له سخت مقاومت سره مخ شي.

ښاغلي بایډن د چارشنبې په ورځ وویل: "نن سپینه ماڼۍ کې د اقلیم ورځ ده. تراوسه مو هم ډېر ځنډ کړی دی او نور صبر نه شو کولی. "

هغه- چې د جنورۍ پر ۲۰ کار پیل کړ- وویل امریکا باید اقلیمي بدلون ته د نړیوال غبرګون مشري وکړي:

"څنګه چې له کورونا سره مقابله کې یوموټی ملي غبرګون پکار دی، داسې اقلیمي کړکېچ ته هم یو موټی ملي غبرګون پکار دی. "

ښاغلي بایډن دا هم وویل، چې امریکا له دې ننګونو سره یوازې مقابله نه شي کولی.

د بایډن د پرونیو فرمانونو له مخې، د اقلیمي سیاست جوړونې یو دفتر جوړېږي او اپرېل میاشت کې هم د ځمکې په ورځ دې برخه کې د نړۍ د مشرانو په ګډون غونډه کېږي.

امریکايي چارواکي وايي، د ښاغلي بایډن د پلان له مخې اقلیمي بدلون هم د ملي امنیت او بهرني سیاست په څېر یوه داسې مسله ده چې لومړیتوب به ولري.

ښاغلي بایډن د ملي اطلاعاتو مشر نه غوښتي چې د اقلیمي بدلون د امنیتي ستونزو او اغېزو په هکله رپوټ برابر کړي.

امریکا پر سعودي او امارات د وسلې پلور د لنډمهال لپاره ځنډوي

NURPHOTO

د عکس سرچینه، NURPHOTO

د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن د خپل هېواد پر ملګرو د وسلې پلور د لنډمهال لپاره وځنډاوه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، نوی حکومت پلان لري چې پر خپلو ملګرو هېوادونو د وسلې پلورلو لپاره د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت پلان وارزوي.

والسټریټ جورنال وايي، دې فرمان کې سعودي او متحده عربي امارات هم راځي.

امریکا کې د متحده عربي اماراتو سفارت دې پرېکړې ته په غبرګون کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي دوی هم اټکلول چې د وسلو پروګرام به وارزول شي.

امریکا کې د متحده عربي اماراتو استازی وايي، سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره به دا هېواد د جو بایډن حکومت سره هم نوې خبرې او امنیتي همکاري ولري.

امارات وايي، وروستۍ هوکړه یوازې پوځي تړون نه دی، بلکې امارات ته دا شونې کوي چې د یرغل ځواکمن مخنیوی وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن خپلو ټاکنهڅو کې د یمن جګړه کې د امریکا د وسلې کارېدلو سره مخالفت کړی و.

معترضان له مودو راهیسې د یمن جګړه کې له ریاض سره د واشنګټن د مرستې پای ته رسېدل غواړي

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، معترضان له مودو راهیسې د یمن جګړه کې له ریاض سره د واشنګټن د مرستې پای ته رسېدل غواړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د وسلو د پلور په هکله د جو بایډن د حکومت ارزونې ته په اشاره وایي: "دا دودیزه خبره ده او هر حکومت چې واکمن شي د روڼتیا لپاره دا کار کوي. "

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ حکومت د ۲۰۱۹ کال مۍ کې د ملي بېړنۍ حالت اعلانونو سره د کانګرس له اجازې پرته پر سعودي او اماراتو څو میلیارد ډالره وسله وپلورله.

د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ایران چارې د بېړنيو شرایطو سبب او د دې پرېکړې دلیل وبللې.

د امریکا مشرانو او ولسي جرګو هڅه وکړه چې دا پروګرام لغوه کړي، خو ډونلډ ټرمپ د دې جرګو د نظر ردولو لپاره خپل د ویټو حق وکاراوه.

نیوکګر وايي، د یمن جګړه کې د ولسي وګړو پرضد د امریکايي وسلې کارېدلو ته اندېښمن دي.

ډونلډ ټرمپ کانګرس ته وویل له ریاض او ابوظبۍ سره د وسلې تړون لغوه کول له ملګرو سره د امریکا اړیکي زیانمنولی شي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ کانګرس ته وویل له ریاض او ابوظبۍ سره د وسلې تړون لغوه کول له ملګرو سره د امریکا اړیکي زیانمنولی شي.

پر ابوظبۍ د اېف ۳۵ الوتکو او پر ریاض د لارښود بم پلورل د خلیج پر عربي هېوادونو د امریکا د وسله پلورنې تړون برخه ده.

له هغه وروسته چې اماراتو اسراییل په رسمیت وپېژاند، نو امریکا د ۲۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د اېف-۳۵ جنګي الوتکو د پلورلو تړون ور سره وکړ.

د ناټو غړو هېوادونو او جاپان او سوېلي کوریا پرته منځني ختیځ کې یوازې اسراییل دا الوتکې کارولې او امارات لومړنی عرب هېواد شو چې دا الوتکې پلوري.

که دا تړون یو مخ ځنډېږي نو وېره شته چې سیمه کې له اسراییل سره د سولې هغه تړون هم دوام ونه کړي، چې ډونلډ ټرمپ خپل بهرني سیاست کې یو ډېر مهم بری ګاڼه.

د ویډیو تشریح، سعودي ته د ټرمپ سفر