سعودي کې لومړی ځل د ښځو غېږ نیونې سیالي کېږي

د عکس سرچینه، WWE
نن پنجشنبه د اکتوبر ۳۱مه سعودي عربستان کې په لومړي ځل د ښځو د غېږ نیونې سیالي ترسره کېږي. دې هېواد په وروستیو کې پر تفریحي پروګرامونو بندیزونه نرم کړي دي. دغه سیالي په ریاض کې کېږي او مسلکي غېږ نیوونکې نتالیا او لېسي ایونز به له یو بل سره مخامخ وي.
خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دواړه ښځې به د سیالۍ پر وخت څه ډول کالي اغوندي.
سعودي چارواکي عموماً له سیلانیانو غوښتنه کوي چې دې هېواد کې د سفر پر وخت داسې کالي واغوندي چې بدن او پوستکی یې پکې پټ وي.
سعودي په نړۍ کې د ښځو لپاره یو تر ټولو بند او ځپونکی هېواد بلل کېږي، خو حکومت په دې وروستیو کې د دې نظر بدلولو لپاره ځینې اصلاحات اعلان کړي.
تېر کال سعودي حکومت په لومړي ځل ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه.
سږ کال د سعودي ښځو لپاره د محرم شتون قانون هم نرم کړل شو، او اوس دوی کولی شي چې د نارینه له اجازې پرته پاسپورټ واخلي او یوازې سفر وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
خو په دې هېواد کې ښځې لا هم له ګڼو ستونزو او بندیزونو سره مخ دي او د دوی د حقونو ګڼ فعالان نیول شوي او زندان کې اچول شوي دي. یو شمېر دې فعالانو تورونه لګولي دي چې په زندان کې د بند پر مهال شکنجه شوي هم دي.
د ښځو د غېږ نیونې دا لوبه د ریاض په شاه فهد نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي، چې پر یو وخت د ۶۸ زره کسانو لپاره د کېناستو ځای لري.
دواړه غېږ نیوونکې هم دې سیالۍ ته لېواله دي. لېسي ایونز ویلي چې تل یې غوښتل ټولنه کې بدلون راولي، او اوس همدا کار کوي.
نتالیا ویلي، ټوله نړۍ به دا لوبه ګوري او د دې لپاره د ویاړ ځای دی چې د ښځو استازیتوب کوي.










