بایډن له مېرکل سره لیدنه کې: د روسیې تېري ته یو موټی یو

بایډن او مېرکل

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل سره واشنګټن کې د لیدنې پر مهال وویل، دواړه هېوادونه د روسیې د تېري مقابل کې ګډ درېږي.

ښاغلی بایډن زیاتوي، جرمني ته یې د روسیې د ګازي نللیکې په هکله هم مېرکل ته خپله اندېښنه وویله، خو دواړه په دې نظر دي چې مسکو انرژي د وسلې په توګه کارولی نه شی.

د امریکا ولسمشر وايي، دواړه ملګري د چین د ولسواکۍ ضد هڅو مخالف هم دي.

ښاغلي بایډن له مېرمن مېرکل سره خبري غونډې ته وویل: "موږ ناټو کې د ختیځو ملګرو د دفاع لپاره د روسیې د تېري مخ کې ګډ درېږو او ګډ به ودرېږو. "

نوموړي دا هم ومنله چې د نورد سټریم ۲ په نوم نللیکې په ۱۱ میلیارد ډالري پروژه کې د نظر اختلاف لري، چې له روسیې جرمني ته ګاز لېږدوي.

سپینه ماڼۍ وايي، روسیه به دا نللیکه پر اوکراین او نورو ګاونډیانو د فشار اچولو لپاره وکاروي.

ښاغلي بایډن- چې وروستیو کې پر نورد سټریم۲ بندیزونه لرې کړي دي- وايي، ښه ملګري هم د نظر اختلاف لرلی شي.

هغه زیاته کړه: کله چې ووینو چین یا بل هر هېواد د ازادو او پرانیستو ټولنو د کمزورولو هڅه کوي، نو له ولسواکو اصولو او انساني حقونو به دفاع وکړو.

برلین د بېجینګ لوی سوداګریز ملګری دی، خو بیا هم ځینې برخو کې له انساني حقونو سره د چلن له امله پر چین نیوکه کوي.

بایډن وايي، جرمني ته د روسیې د نللیکې په تړاو له مېرکل سره د نظر اختلاف لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بایډن وايي، جرمني ته د روسیې د نللیکې په تړاو له مېرکل سره د نظر اختلاف لري.

دواړو مشرانو دې خبري غونډه کې د خپلې یو ساعته لیدنې پر دوستانه او ښه چاپېریال ټینګار وکړ او مېرمن مېرکل له یو ډېر ځلې خپل کوربه "ګران جو" وباله.

ښاغلي بایډن هم هغې ته وویل، سرمشریزو کې به مې یاد یې.

د جرمني مشرې له پخواني ولسمشر ټرمپ سره ساړه اړیکي درلودل او له جورج بوش او بارک اوباما سره یې هم اړیکي تاوجن وو.

مېرمن مېرکل چې پر ۲۰۰۵ کال لومړۍ وزیره شوې د سپټمبر ټاکنو کې ګډون نه کوي. دا مهال د نوموړې په مشرۍ مسیحي ولسواک ګوند په نظرپوښتنو کې مخکښ دی.

د کیوبا او هېټي په هکله د بایډن خبرې

د کیوبا حکومت د خپل هېواد مظاهرو کې امریکا ښکېله بولي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کیوبا حکومت د خپل هېواد مظاهرو کې امریکا ښکېله بولي.

نوموړي دې خبري غونډه کې دا هم وویل، امریکا " دا مهال " هېټي ته د سرتېرو لېږلو پلان نه لري، چې د ولسمشر وژل کېدو پسې نارامي پکې زیاتېږي.

کله چې کیوبا کې د روانو مظاهرو په تړاو وپوښتل شو، نو ښاغلي بایډن وویل، ناکام دولتونه خپلو وګړي ځپي.

د هغه په خبر، کمونېزم ماتې خوړلې، په نړیواله توګه دا سیستم مات شوی دی. او زه ټولنواکي(سوشیالېزم) ورته ګټوره نه بولم.