"د ډنمارک استخباراتو پر اروپايي مشرانو جاسوسۍ کې له امریکا سره همکاري کړې"

د عکس سرچینه، Reuters
ډنمارک کې د څارګرۍ یو سازمان تورن شوی چې له متحد ایالتونو سره یې د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل په ګډون د اروپايي مشرانو خلاف جاسوسۍ کې همکاري کړې ده.
د ډنمارکي رسنیو لخوا د رپوټونو له مخې د دغه هېواد د دفاعي خدماتو سازمان (ایف اي) له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۴ کال- هغه مهال چې بارک اوباما ولسمشر و- د امریکا د ملي امنیت ادارې (این اېس اې) سره مرسته کړې چې د اروپايي مشرانو تلیفوني او انټرنیټي تماسونه ثبت او واوري.
د ډنمارک راډیو د رپوټ له مخې د دغو استخباراتي همکاریو له مخې د جرمني پر لومړۍ وزیرې او بهرنیو چارو وزیر سربېره د فرانسې، سوېډن او ناروې د چارواکو په تړاو هم اطلاعات راټول شوي دي.
د دې څارګرۍ په اړه لومړی مالومات په ۲۰۱۳ کال هغه مهال راووتل چې اېډوارډ سنوډن د امریکا د ملي امنیت ادارې لخوا د اغلې مېرکل د تلیفوني خبرو د اورېدل کېدو خبر خپور کړ.
خو سپینې ماڼۍ د دغه خبر تر خپرېدو وروسته د هغه له رد او یا تائیدولو پرته وویل، د اغلې مېرکل تلیفوني خبرې نه اوري او راتلونکې کې هم دا کار نه کوي.
جرمني د امریکا نږدې متحد دی.
اوس په یوه نوي رپوټ کې- چې د اروپا له ګنو خبري اژانسونو سره شریک شوی- راغلي د امریکا د ملي امنیت ادارې د ډنمارک د دفاعي خدماتو سازمان په همکارۍ د همدغه هېواد د انټرنیټي مزو له لارې د بېلابېلو مهمو اروپايي چارواکو پر تلیفوني خبرو سربېره د هغوي لنډ لیکلي تلیفوني پیغامونه هم ثبت او څارلي دي.
دا رپوټ له نهو سرچینو سره چې د ډنمارک د دفاعي خدماتو سازمان محرمو اسنادو ته لاسرسی لري، د مرکو له مخې چمتو شوی دی.
د ډنمارک دفاع وزارت او "ایف اي" سازمان تر اوسه دغه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی.
خو د ډنمارک دفاع وزېرې ترین برامسېن، چې ویل کېږي وړاندې د دې جاسوسۍ مالومات ورسره شریک شوي، ډنمارک راډیو ته ویلي د نږدې متحدانو سیستماتیکه غږ اورېدنه د منلو نه ده.
سنوډن: بایډن دې رسوايي کې لوی لاس لري

د عکس سرچینه، Getty Images
د یکشنبې پر ورځ په دې تړاو د نوي رپوټ تر خپرېدو وروسته ښاغلي سنوډن د امریکا ولسمشر جو بایډن تورن کړ چې په دغه کار او رسوایۍ کې یې لوی لاس درلود.
ښاغلی بایډن هغه مهال د امریکا مرستیال ولسمشر و.
سنوډن چې د سي ای اې پخوانی قراردادي و - په ۲۰۱۳ کال د امریکا د استخباراتو لخوا په پراخه کچه د تلیفوني او انټرنیټي اړیکو د ثبت او اورېدو راز افشاء کړ.
د امریکا حکومت د دغه کار غبرګون کې پر ښاغلي سنوډن د دولتي اسنادو د غلا، په لوی لاس د محرمو اسنادو او د امریکا د ملي دفاع د اړوند اطلاعاتو د خپرولو تورونه پورې کړل.
اېډوارډ سنوډن اوس روسیه کې پناه اخیستې ده.









