برتانوي شهزاده جاسوسي ادارو سره 'پټ کار وکړ'

د عکس سرچینه، Kensington Palace
د برتانیا شهزاده ویلیم د خپل هېواد له دریو استخباراتي او امنیتي ادارو سره د درې اوونیو لپاره پټ کار کړی چې د دوی کاربڼه وګوري.
رپوټونه وايي له دې کار سره د برتانیا شهزاده ددغه هېواد ملي امنیت او اقتصاد ته پېښو ګواښونو په اړه زدکړه کړې.
هغه همدارنګه له ترهګرۍ سره د مبارزې له ډلو سره چې استخباراتي معلومات تجزیه او تحلیلوي او څېړنې تر سره کوي وخت تېر کړی.
د برتانیا امنیتي ادارې جي سي اېچ کیو مشر ویلي چې شهزاده ویلیم په دغه موده کې ډېر ښه کار وکړ.
شهزاده ویلیم ویلي "د MI5 او MI6 او جي سي اېچ کیو ادارو کې د بېلابېلو شامځکو خلک زموږ د خوندي ساتلو لپاره فوق العاده کار ترسره کوي."
هغه د استخباراتي ادارو کارکوونکي په دې هم ستایلي چې ګران کار ترسره کوي. د ده په وینا "په پټه کار کوي او آن خپلو کورنیو او ملګرو ته هم نشي ویلی چې څه کار کوي."
شهزاده ټول خلک د دغو ادارو د کارکوونکي پوروړي بللي چې داسې ګران او خطرناک کار ترسره کوي.
رپوټونه وايي چې برتانیا ته د نړیوالې ترهګرۍ ګواښ پېښ دی او په دې هېواد کې د ترهګریز برید "شونتیا لوړه ده".








