د برتانيا شهزاده د مېرمنې "لوڅو انځورونو" د خپروونکو محاکمه

د عکس سرچینه، Getty Images
فرانسه کې هغه شپږ کسان محکمې ته حاضرېږي، چې د بریتانیا د شهزاده ویلیم او د هغه د مېرمنې کېټ مېډلټون پر خصوصي حریم یې تېری کړی او په ۲۰۱۲ کال یې فرانسه کې د رخصتۍ پرمهال د ډېچ اف کیمبرېچ لوڅ انځورونه خپاره کړي.
شهزاده په یوه ویناپاڼه کې - چې وکیل یې محکمه کې ولوسته - ویلي، فرانسوۍ مجله کې یې د مېرمنې لوڅ انځورونه خپرېدل د "ډېر کړاو او درد" لامل ګرځېدلي.
په ۲۰۱۲ کال د فرانسې په جنوب ختیځ بروفانس کې د د ډېچ کمبرېچ او د هغې د مېړه ویلیم د رخصتیو پرمهال د دې لوڅ انځورونه اخیستل شوي وو.
د فرانسې "کلوزر" مجله کې دغه انځورونه وروسته تر هغه خپاره شوي، چې په "لا بروفانس" ورځپاڼه کې د سمندر په جامو کې د کېټ انځورونه خپاره شول.
عکاسان سیریل موریو او ډومینیک جاکوویدس، چې پاریس کې یې یوې خبري رسنۍ ته کار کاوه، تورن پېژندل شوي چې ولې یې د دوی خصوصي حریم مات کړی دی".
په قضیه کې څلور نور کسان هم تورن پېژندل شوي.
څارنوالۍ له محکمې غوښتي چې تورن باید "لوی غرامت" ورکړي، خو د شهزاده ویلیم او د هغه د مېرمنې کیټ میډلټون وکیل د "زښت ډېر غرامت" غوښتنه کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کلوزر مجلې استازي پاول البرټ لوینز ویلي، شهزاده او مېرمن یې غواړي ۱٫۵ میلیون یورو غرامت غواړي.
دوو تورنو په کلوزر مجله کې د خپرو شویو انځورونو له مسؤولیته ځانونه سپين بلليدي.
شهزاده او مېرمن به یې د محکمې بلې ناستې ته چې د جولای پر څلورمه ده، حاضر نه شي.








