د بحرین ولیعهد: د شهزاده ویلیم په واده کې ګډون نشم کولی

د عکس سرچینه، Reuters
د بحرین ولیعهد شهزاده سلمان بن حمد آل خلیفة د برتانیا د دویمې ملکې الزابېت د لمسي شهزاده ویلیم په واده ګې د ګډون نه کولو له کبله بښنه غوښتې ده.
نوموړي ويلي په هېواد کې یې د وروستیو لاریونونو له کبله په دغو مراسمو کې ګډون نه شي کولای.
شهزاده سلمان ویلي په بحرین کې روان تاوتریخوالی د واده پر مراسمو ناوړه اغېز وکړي.
د شهزاده له ماڼۍ په خپرې شوې ویناپاڼې کې ویل شوي چې د برتانیا شهزاده چارلز او د ناوې پلار ته یې په واده کې ګډون نه کولو د بښنې لیک استولی دی.
د برتانیا شاهي کورنۍ د بحرین واکمنې شاهي کورنۍ ته په دغه واده کې د ګډون بلنه ورکړې وه.
په پام کې ده چې د شهزاده ویلیم د واده په دغو مراسمو کې به دنړۍ د ۴۰ واکمنو شاهي کورنیو غړي ګډون کوي.




