د پاکستان د ګاز زېرمې له ۱۲ تر ۱۴ کلونو ختمېږي

پاکستان

د پټرولیم په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار ندیم بابر وايي که په دغه هېواد کې د ګاز نوې زېرمې پیدا نه شي - اوسنۍ زیرمې له راتلونکو ۱۲ تر ۱۴ کلونو ختمېږي.

خو ندیم بابر بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي په را روان ژمي کې پاکستان کې د ګاز بیې نه لوړیږي او د ۲۰۲۱ کال په جون کې د روان مالي کال تر پای ته رسیدو به خلکو ته په اوسنۍ بېه ګاز ورکول کېږي.

د بابر په وینا، د پاکستان اوسنی حکومت نړیوال بازار کې ګاز تر مخکېني حکومت ارزان پیري او همدا لامل دی چې روان کال به د ګاز بیه او بیلونه نه لوړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وړاندې ویلي و، هیواد به یې په را روان ژمي کې د ګاز له کمښت سره لاس ګریوان وي.

د پاکستان د اقتصادي سروې له مخې دغه هېواد په کال کې ۶ میلیارده کیوبک فټه ګاز ته اړتیا لري - خو اوس پخپله ۴ میلیارده کیوبک فټه ګاز تولیدوي.

که څه هم پاکستان د دې تشې د ډکولو لپاره ایل این جي ( چې اوبلن وي او بېرته ترې ګاز جوړیږي) واردوي، خو بیا هم د ټول هېواد په کچه د ګاز د کمښت تشه پرې بشپړه نشي ډکولی.

پاکستان کې اوس د اېل اېن جي دوه ترمینالونه فعال دي چې ټولټال یو اعشاریه دوه میلیارد کیوبک فټ ظرفیت لري.

د تېر حکومت یو ښه او یو بد کار

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

خو پاکستان ولې د ګاز له کمښت سره مخامخ دی؟ ندیم بابر د دې پوښتنې په ځواب کې وايي پاکستان کې د ګاز کورنی تولید په چټکۍ سره روان دی.

"مخکېني حکومت یو ښه کار کړی چې اېل اېن جي یې په نظام کې شامل کړی دی او یو بد کار یې هم کړی - هغه دا چې کورني تولید ته یې هومره پام نه دی کړی چې اړتیا یې وه. "

" اړتیا خو مخ په ډېرېدو ده او د اېل اېن جي واردول هم اندازه لري - د همدې لپاره د اړتیا او لاسرسي ترمنځ تشه ورځ په ورځ ډېرېږي - د انرژۍ د برخې پوهانو پنځه کاله وړاندې د دې وضعیت وړاندوېنه کولی شوه - زه حکومت کې نه وم او په وار وار مې دغه موضوع یادوله. "

روان کال به د ګاز بیې نه لوړیږي

پاکستان کې معمولآ د هوا له سړیدو سره د ګاز بیې لوړېږي خو کله چې خبره د بیو کوو نو اوسني حکومت د مخکېني هغه د اېل اېن جي پر تړونونو خورا ډېرې نیوکې کړې دي. په دې لړ کې ان پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي د احتساب ادارې له څېړونو سره هم مخامخ دی.

ایا اوسني حکومت ته ګاز په ارزانه بیه موندل کیږي؟

ندیم بابر وايي اوسنی حکومت تر تېر هغه ارزانه اېل اېن جي پلوري.

"موږ یې د قطر له حکومت سره د کړي تړون له مخې د اومه تېلو په ۱۳ اعشاریه ۳۷ سلنې پیرو - خو د تېر حکومت له تړونونو اضافي اېل این جي چې ترلاسه کاوه، په ژمي کې یې له پنځو تر لس سلنې ارزانه پېرو او په اوړي کې شاوخوا څلوېښت سلنه ارزانه په لاس راځي. "

د دې مطلب خو دا شو چې روان کال به د ګاز بیې نه لوړیږي ؟

" بلکل نه - تر راتلونکي جولای پورې به پاکستان کې د ګاز بیې بدلې نه شي. "

"په کور دننه د ګاز په موندلو زموږ ۷۰۰ روپۍ لګېږي - په داسې حال کې چې له سوځوونکو یې بدل کې له ۲۷۵ تر ۳۰۰ پورې روپۍ اخلو.

اوس د هېواد په کچه ۹۰ سلنه پیریدونکي له سبسایډۍ برخمن دي. له بلې خوا مو کورني ګاز ته لاسرسی مخ په کمیدو دی - په داسې حال کې که د نورو کنکشنونو ورکولو ته دوام ورکړو نو ګاز پکې له کومه واچوو؟ خو نوي کنکشنونه بیا هم بند نه دي - "

له نل د ګاز ترلاسه کول اسانتیا ده

ګاز

د عکس سرچینه، Getty Images

حکومت له یوې خوا د رغنیز سکتور د پراختیا هڅې کوي او دې سکتور ته یې ځینې اسانتیاوې هم په پام کې نیولې دي، خو له بلې خوا داسې هم ویل کېږي چې حکومت د ګاز د نویو کنکشنونو پر ورکولو بندیز لګوي؟

ندیم بابر د دې پوښتنې په ځواب کې وايي، ستونزې شته خو بندیز لا نه دی لګول شوی.

"د نړۍ هر ځای کې له نل «پایپ» د ګاز تر لاسه کول اسانتیا ګڼل کېږي- عمومآ له ډبې یا بلې وسیلې ګاز ورکول کیږي - زموږ هیواد کې ۲۷ سلنه کارونکو ته د نل په وسیله ګاز رسول کیږي، شاوخوا ۲۷ - ۲۸ سلنه کسان له اېل پي جي ګټه اخلي او پاتې خلک نورې لارې چارې کاروي. "

پاکستان کې یوازې له ۱۲ تر ۱۴ کلونو پورې ګاز پاتې دي

ندیم بابر پاکستان کې د ګاز د پاتې زېرمو په اړه وايي که نوې زیرمې ونه موندل شي نو اوسنیو زیرمو کې یوازې له ۱۲ تر ۱۴ کلونو پورې ګاز پاتې دي.

نوموړی وايي: "په تېرو لسو دوولسو کلونو کې پاکستان کې د ګاز کومه ستره زیرمه نه ده موندل شوې - په تېرو پنځو کلونو کې ۹۰ کوچنۍ زېرمې موندل شوې دي.

په تېرو دوو کلونو کې اوسني حکومت ۲۶ زیرمې موندلې دي، خو د ټولو حجم ډېر کم دی. د دوی ټولو حجم دوه نیم سوه میلیونه کیوبک فټه دی، په داسې حال کې چې په دې موده کې د نورو زېرمو په تولید کې له ۴۰۰ میلیونه کیوبک فټه ډېر کمښت راغلی دی. "

ندیم بابر وايي، پاکستان کې له ۳۰ تر ۳۵ سلنې داسې سیمې دي چې باید د تیلو او ګازو لټون پکې وشي، خو موږ تر اوسه یوازې د ۸ او ۹ سلنه سیمې پلټلې او عملي کار خو یوازې په ۵ یا ۶ سلنه ځمکه شوی دی.

حکومت د کراچۍ الیکټریک شرکت ته پوره ګاز ورکوي

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د کراچۍ الیکټریک شرکت «چې د انرژۍ د تولید، انتقال او په پېرېدونکو د وېشلو برخه کې فعالیت کوي» وايي حکومت پوره ګاز نه ورکوي او له همدې کبله پرچاوي ته اړ کیږي. خو ندیم بابر وايي حکومت دغه شرکت ته پوره ګاز ورکوي.

"کراچۍ کې د ګازو ځايي تولید تر تېر کال نږدې نهه نیم سلنه کم شوی دی.

د سند او پښتونخوا ایالتي حکومتونو دا دریځ خپل کړی، چې د قانون د ۱۵۸مې مادې له مخې به یوازې ځايي ګاز ترلاسه کوي.

نو تر هغې چې د دوی نظام ته اېل اېن جي شامل شوی نه وي، یوازې به ځايي ګاز کاروي. مطلب دا چې ۱۶۰ میلیونه کیوبک فټه ګاز کم وو.»

"تر ټولو ډېر زیان د کراچۍ الیکټریک شرکت ته واوښت، خو موږ د ستونزې د هواري لپاره دغه شرکت ته د اېل اېن جي ورکړه پیل کړې ده - په تیرو درېو میاشتو کې مو له ۱۰۰ تر ۱۵۰۰ میلیونه کیوبک فټه ګاز ورکړی دی. "