د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د یو میلیارد او ۱۷۰ میلیونه ډالرو پور ورکولو هوکړه وکړه

ای ایم ایف

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان ته د پور ورکولو لړ کې د پیسو نړیوال وجهي صندوق 'ای ایم ایف ' او پاکستاني چارواکو تر منځ هوکړه شوې. د ای ایم ایف له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د دې ادارې اجرایوي بورډ له منظورۍ وروسته به پاکستان د پور کچه څلور اعشاریه دوه میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

په اعلامیه کې ویل شوي، پاکستان باید د اسعارو تبادلې بیه د رسد او عرضې تر منځ د انډول په حد کې وساتي او د دولتي ادارو فعالیتونه ښه کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي په نړیواله کچه د ګرانۍ له کبله د بیو لوړوالي او په مهمو پرېکړو لړ کې د ځنډ له کبله د پاکستان شتمنیو زېرمو کې کموالی رامنځته شو او د طلب زیاتوالي له کبله د بهرنیو پورونو ورکړه کې لوی زیان رامنځته شو.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، پاکستان به یو میلیارد او ۱۷۰ میلیونه ډالرو ته لاسرسی ولري، خو دغه هېواد باید په اوسنۍ بودیجه کې پر شویو اقدماتو کلک ودرېږي او ایالتونه صوبو د بودیجې کسر محدودولو ژمنې کړې دي.

ای ایم ایف اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې پاکستان د 'ملي احتساب بیورو ' ادارې په ګډون د شفافیت رامنځته کولو لړ کې پالیسو ته بیا پراخه کتنه کوي، چې د مالي فساد له منځه وړلو لپاره د پلټنو او قانوني تعقیب اقدامات نور هم ګټور ثابت شي.

د پاکستان خزانې 'مالیې ' وزیر مفتاح اسماعیل په یوه ټویټر پیغام کې تایید کړې چې هېواد به یې له ای ایم ایف نه د اووم او اتم قسط په توګه د پور یو میلیارد ۱۷۰ میلیونه ډالره تر لاسه کړي.

نوموړي له ای ایم ایف نه د پور ترلاسه کولو لړ کې د هڅو لپاره د پاکستان لومړي وزیر، کابینې غړو او اقتصاد څانګې له همکارانو مننه کړې ده.

رپوټونه وايي، د ای ایم له اعلان سره سم د ډالر مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت کې یوه روپۍ زیاتوالی راغلی

د عکس سرچینه، VITORIA HOLDINGS LLC

خبریال تنویر ملک په خپل رپوټ کې د ای ایم ایف چارواکو له قوله وايي، داسې احتمال شته چې د پاکستان لپاره د ای ایم ایف پور پروګرام تر ۲۰۲۳ کال پورې هم وغځول شي او که د ای ایم ایف اجراييه پلاوی یې تایید کړي د پاکستان لپاره به د دې نړیوالې ادارې د پور کچه ۷ میلیاردو ډالرو پورې ورسېږي چې مخکې شپږ میلیارده ډالر په پام کې نیول شوی و.

د یادونې ده، چې ای ایم ایف د پاکستان حکومت له لوري د یو لړ شرایطو له منلو وروسته دغه هېواد ته د پور ورکولو پروګرام بېرته فعال کړ.