پاکستان ته د پور ورکولو لپاره ای ایم ایف ته د امریکا د وزیر خبرداری

ای ایم ایف له ۱۹۸۰ راهیسې پاکستان کې ۱۴ مالي پروګرامونه پلي کړي دي.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، ای ایم ایف له ۱۹۸۰ راهیسې پاکستان کې ۱۴ مالي پروګرامونه پلي کړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، د پېسو نړیوال صندوق یا ای ایم ایف باید د چین پور پرې کولو لپاره د پاکستان نوي حکومت ته پېسې ورنه کړي.

د یکشنبې پر ورځ د فینانشل ټایمز رپوټ کې ویل شوي و، چې د پاکستان لوړ پوړي اقتصادي چارواکي د حکومت د پورونو لنډولو لپاره د ۱۲ میلیاردو ډالرو تر لاسه کولو پر انتخاب غور کوي.

له سي این بي سي ټلویزیون سره خبرو کې نوموړي وویل، متحده ایالتونه د پاکستان له احتمالي لومړي وزیر عمران خان سره خبرې کول غواړي، خو په وینا یې پاکستان ته د دې لپاره د پېسو ورکولو (جواز) نه شته، چې دغه هېواد د چین پور پرې لنډ کړي.

نوموړی وايي:

''هېڅوک باید تېروتنه و نه کړي، موږ د ای ایم ایف کړه وړه څارو او ګورو چې دوی څه کوي. د ای ایم ایف د مالیو ډالر او اړوند امریکايي ډالر، چې برخه یې دي، د چین پوروړیو ته یا خپله چین ته ورکول هېڅ ډول جواز نه لري. ''

بل لور ته د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې د ای ایم ایف یوه ویندوی له قوله ویل شوي:

''موږ یوازې دومره تاییدولای شو، چې تر اوسه پاکستان له موږ نه داسې کومه غوښتنه نه ده کړې او زموږ له کوم مسوول کس سره یې د داسې کوم احتمالي نیت په تړاو هېڅ نه دي ویلي. ''

پاکستان دا مهال د خپل پولي واحد له بحرانه د وتلو هڅه کوي، چې د نوي حکومت لپاره لوی سرخوږی بلل کېږي.

پاکستان دا مهال د خپل پولي واحد له بحرانه د وتلو هڅه کوي، چې د نوي حکومت لپاره لوی سرخوږی بلل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، پاکستان دا مهال د خپل پولي واحد له بحرانه د وتلو هڅه کوي، چې د نوي حکومت لپاره لوی سرخوږی بلل کېږي.

د اقتصادي مسایلو یو شمېر شنونکي او سوداګر په دې باور دي، چې راتلونکو پینځو کلونو کې به پاکستان د بهرنۍ اقتصادي تشې ډکولو لپاره دویم ځل د پور لنډولو لپاره پېسو ته اړ شي.

پاکستان د بنسټیزې اډانې رغاونې لپاره له چین څخه وار له مخه پینځه میلیارده ډالره پور تر لاسه کړی دی او د بهرنیو اسعارو زېرمو اعتدالي کولو لپاره ښايي یو میلیارد نور ډالر هم وغواړي.

د امریکا د خزانې وزیر سټېون منوچن تر څنګ ولسمشر ډونلډ ټرمپ حکومت یو شمېر چارواکو مخ پر ودې هېوادونو ته اډانې رغاونې لپاره د پورونو پر ورکړې نیوکه کړې ده.

دوی وايي، له دې کبله دغه هېوادونه د پور تر درانه بار لاندې کېږي.

پاکستان د بنسټیزې اډانې لپاره له چین نه پنځه میلیارده ډالره پور اخیستی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان د بنسټیزې اډانې لپاره له چین نه پنځه میلیارده ډالره پور اخیستی

پاکستان له چین سره د ۵۷ میلیاردو ډالرو ارزښت لویې لارې پروژې رغاونې لپاره له چین څخه په پراخه کچه ماشینونه او نور تجهیزات وارد کړي دي، چې له کبله یې د مالي زیان کچه لوړه شوې ده.

ای ایم ایف له ۱۹۸۰ راهیسې پاکستان کې ۱۴ مالي پروګرامونه پلي کړي دي. دې کې هغه شپږ اعشاریه اووه میلیارده ډالره پور هم شامل دی، چې د دريو کلونو لپاره پاکستان په ۲۰۱۳ کال کې واخیست.