ای ایم ایف: افغان اقتصادي وده تر اټکل ډېره ده

د خپريدو وخت: 13:32 گرینویچ - سه شنبه 13 نومبر 2012 - 23 لړم 1391

موږ د افغانستان د ناخالص کورني تولید د ودې کچه ۹ اعشاریه۹ سلنه اټکل کړې وه. نجیب منلی

د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه د پیسو د نړیوال صندوق تازه ارزونه د پال راس په مشرۍ یوې درې اونیزې کتنې په پای کې د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې خپره شوې ده.

د پیسو نړیوال صندوق مسوولین وايي، سږکال به د افغانستان د ناخالصو کورنیو تولیداتو وده تر هغې شمېرې ډېره پورته وي، چې دوی یې پخوا اټکل کړی و.

دغې ادارې په خپله یوه تازه ارزونه کې ویلي، سږکال د افغانستان کرنې پراخه وده کړې، چې له امله به یې د دغه هېواد ناخالص کورني تولېدات ۱۱ سلنه وده وکړي.

په کابل کې د پیسو د نړیوال صندوق د استازي خنجر وابل عبدالله په باور، د تېر ژمي بارانونو او واورو د افغانستان سږنۍ پراخه کرنیزه وده کې مهمه ونډه لرلې ده.

ښاغلی عبدالله همداراز زیاتوي، چې که څه هم د افغانستان دولتي عوایدو د دوی تر اټکل کمه وده کړې، خو له دې سره سره د کرنې د سکتور پراخې ودې دغه کمښت پوره کړی او په ټوله کې به د هېواد اقتصادي وده ډېره لوړه وي.

د پیسو نړیوال صندوق مسوولین وایي په افغانستان کې سږکال ګراني هم تر هغې کمه ده، چې دوی یې اټکل کړی و.

دغه اداره د افغانستان بانک کړنې هم مثبتې ارزوي. دغه اداره وايي، د افغانستان بانک په هېواد کې د بانکوالۍ د ودې لپاره داسې تګلارې جوړې کړې، چې په عملي کېدو به یې دغه سکتورلا هم وده وکړي.

د افغانستان د حکومت غبرګون

له بله پلوه د افغانستان مالیې وزارت د پیسو نړیوال صندوق دغه ارزونه د افغانستان د راتلونکې اقتصادي ودې لپاره یوه ښه وړاندویېنه بولي.

د دغه وزارت سلاکار نجیب منلی وايي، د یادې ادارې دغه ارزونه افغانستان ته د راتلونکي په اړه ډاډ ورکوي.

د پیسو نړیوال صندوق د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې د اقتصادي سمون په برخه کې د ملاتړ لپاره درې کلن پروګرام پیل کړی، چې له مخې به یې هر کال د افغانستان د اقتصاد دوه ارزونې تر سره کېږي.

"په افغانستان کې سږکال ګراني هم تر هغې کمه ده، چې موږ یې اټکل کړی و."

د پیسو د نړیوال صندوق مسوولین

دغه بنسټ د پنځو کلونو لپاره له افغانستان سره په کلني ډول د ۲۵ میلونو ډالرو مرسته هم کوي. افغان دولت وايي، چې دغه مرسته پر دغه دولت د نړیوالې ټولنې د باور په معانا ده.

دغه اداره وايي، چې راتلونکی کال به د افغانستان اقتصادي وده د سږکال په څېر ډېره لوړه نه وي او لامل به یې دا وي، چې د کرنې په برخه کې به وده ډېره لوړه نه بلکې نورماله وي.

خو د دغې ادارې استازی وايي، چې له کرنې پرته په نورو برخو لکه بانکداري او دولتي عوایدو کې ښايي پرمختګ راشي، چې په ټولیز ډول به د افغانستان اقتصاد د پیاوړتیا او ټېکاو خوا ته بوځي.

موږ په افغانستان کې د کورنیو ناخالصو تولیداتو وده کمه اټکل کړې وه، خو موږ وموندل چې د دغو تولیداتو وده به زموږ د اټکل پر خلاف ډېره لوړه وي.

د دې لامل دا دی، چې کرنه په کورنیو تولیداتو کې ډېره مهمه ونډه لري او سږکال د افغانستان کرنې ډېره وده کړې ده. د تېر کال ډېرو واورو او بارانونو د سږنیو فصلونو په استثنايي او ستره وده کې مرسته کړې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>