ای ایم ایف: نړیوال اقتصاد ډېر ناتوانه شوی دی

د عکس سرچینه، Xinhua
د پېسو نړیوال صندوق ای ایم ایف وايي نړیوال اقتصاد ډېر ناتوانه شوی دی او خبرداری یې ورکړی، چې دغه حالت د ' غیر موافقو ټکانونو ' لپاره خوندي نه دی.
د دغې ادارې چارواکي وايي، د دغه حالت لاملونه مالي اضطراب او د جایدادونو مخ پر ځوړ بیې دي.
د ای ایم ایف دغه رپوټ شانګهای کې د جي ۲۰ هېوادونو د اقتصاد وزیرانو او مرکزي بانکونو د مشرانو له غونډې مخکې راغلی.
رپوټ کې ویل شوي، چې د چین اقتصاد سوکه پرمختګ د نړیوال اقتصاد پرمختګ په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.
د چین اقتصاد، چې د نړۍ دویم لوی اقتصاد بلل کېږي دا مهال د ۲۵ کلونو مودې کې د بل هر مهال پرتله سوکه پرمختګ کوي.
واشنګټن کې د ای ایم ایف مرکز ویلي د پرمختللو اقتصادونو د ودې کچه له هغې ټیټه ده، چې ورته ټاکله شوې وه، چې وايي ځینو هېوادونو کې د تقاضا لږوالي او په پراخه کچه تولید کې د ناتوانۍ له کبله د بیا رغاونې بهیر په ټپه ولاړ دی.
د پرمختګ کچه کې د لږوالي له کبله د چین تولیداتو کې د نور ټیکاو راتلو له کبله په نړیواله کچه د اغیزو اندېښنې راپورته شوې دي. دې سره نورو بازارونو کې، چې مخ پر ودې دي اندېښنې په ډېرېدو دي، چې پکې د تولیداتو مخ پر ځوړ بیې هم شاملې دي.
ای ایم نړیوال پرمختګ ته په کتو د راتلونکو امکاناتو یادونه کړې، چې وايي ' د بازار بې ثباته حالت له کبله د نړیوال پرمختګ حالت هم بې ټیکاوه کېدای شي، چې وايي د بېلګې په توګه د نفتو بیو ټیټیدو له کبله سیاسي او جغرافیايي ناندرۍ راپورته کېدای شي.'
یادې ادارې د ناتوانه هېوادونو د خوندیتوب لپاره د نوې تګلارې ټاکلو په موخه د جي ۲۰ ډلې غونډه بللې.
د روان کال په لومړیو کې ای ایم ایف د نړیوال اقتصادي پرمختګ ورو کېدو وړاندوینه کړې وه. اوس دغه اداره اقتصادي فعالیتونو کې د ۳ اعشاریه څلور سلنې او ۲۰۱۷ کال کې د درې اعشاریه شپږ سلنه زیاتوالي تمه لري.








