د پور ترلاسه کولو لپاره له ای ایم ایف سره د پاکستان مذاکرات بې پایلې ختم شول

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان حکومت او نړیوال وجهي صندوق ای ایم ایف تر منځ په قطر کې پاکستان ته د پور ورکولو اړوند مذاکراتو وروسته ای ایم ایف په یوه اعلامیه کې ویلي، هغه سبسډي چې پاکستان کې د تېلو او برېښنا بیو لړ کې ورکول کېږي، له دوی سره د هوکړې ژمنې سره متضاده ده.
د پاکستان حکومت او ای ایم ایف تر منځ د قطر په دوحه کې د خبرو وروستي پړاو له بشپړېدو وروسته د ای ایم ایف له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان حکومت باید راتلونکې بودیجه کې هغه سبسډي ختمه کړي چې د تېلو او برېښنا بیو لړ کې یې ورکوي.
د یادونې ده، چې د ای ایم ایف په اعلامیه کې پاکستان ته د پور تازه قسط ورکولو لړ کې هېڅ نه دي ویل شوي.
بل لور د پاکستان خزانې یا مالیې وزیر مفتاح اسماعیل وايي، له ای ایم ایف استازو سره یې خبرې ګټورې وې او پاکستان حکومت د ایم پروګرام (د پاکستان لپاره د پور ترلاسه کولو بهیر) بیا فعالولو ته ژمن دی.
ښاغلي اسماعیل د ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې ویلي، له ای ایم ایف استازو سره د ۲۰۲۲ کال پر ځینو مالي ناکامیو غږېدلی چې په وینا یې یوه موضوع پکې د روان کال فبرورۍ کې د پیټرولو بیې لړ کې د سبسډي ورکولو ده.
نوموړی زیاتوي:
''موږ د ۲۰۲۳ کال لپاره د اقتصادي هدفونو په هکله خبرې وکړې، په هېواد کې د بیو پر زیاتوالي، د بهرنیو اسعارو پر کمېدونکو زېرمو وغږېدو، همدې مسایلو ته په پام سره موږ یوې سختې اقتصادي پالیسي او د خپل مالي وضعیت ثبات ته اړتیا لرو. ''

ښاغلي اسماعیل له ایم ایف استازو سره د خبرو په هکله زیاته کړه: ''ای ایم ایف پاکستان کې د پټرولو او برېښنا بیو لړ کې د هغې سبسډي ختمول غواړي چې د پاکستان مخکیني حکومت (د عمران خان تحریک انصاف ګوند حکومت) له ای ایم ایف سره د شوې هوکړې خلاف ورکړې. ''
پاکستان ته د نړیوال وجهي صندوق له لوري د پور ورکولو پروګرام بیا فعالېدو لپاره وروستي مذاکرات د قطر په دوحه کې د روانې مې میاشتې له اتلسمې تر ۲۵ پورې روان وو.
ای ایم ایف چارواکي وايي، له پاکستاني چارواکو سره یې دې مذاکراتو کې د پالیسۍ او اصلاحاتو رامنځته کولو لړ کې ګټورې خبرې شوې دي، چې له مخې به یې پاکستان ته د پور ورکولو پروګرام بیا فعالولو کې مرسته وشي.
که څه هم ای ایم ایف چارواکو پاکستان ته سملاسي د پور ورکولو په هکله څه نه دي ویلي، خو په وینا یې له پاکستاني چارواکو سره به یې مذاکرات دوام وکړي چې د پاکستانیانو لپاره د ګټور مالي او اقتصادي ثبات لپاره لار هواره شي.









