جنرال میلي: پر تایوان د چین برید نژدې نه دی خو امریکا وضعیت څاري

مارک میلي

د عکس سرچینه، EPA

د امریکا لوړپوړی جنرال مارک میلي وايي، پر تایوان د چين برید ښايي نژدې نه وي، خو د امریکا له نظره ډېر نژدې کېدی شي.

مارک میلي بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چین په ښکاره هڅه کوي په ځینو برخو کې د برید کولو وړتیا ته وده ورکړي خو دا پرېکړه به یو سیاسي انتخاب وي.

چین وايي تایوان یې یوه بېله شوې برخه ده او د اړتیا په صورت کې باید بېرته خپلې اصلي خاورې سره یو ځای شي.

دغه هېواد امریکا د تایوان د خپلواکۍ پر ملاتړ تورنه کړې او ټینګار یې کړې چې دې برخه کې به هر ډول هڅې په کلکه وځپي.

وروستیو کې د چین او امریکا تر منځ د تایوان پر سر ترینګلتیا زیاته شوې.

چین د تایوان هوايي دفاع سیمې ته سلګونه جنګي الوتکې استولي په داسې حال کې چې امریکا د تایوان د اوبو له لارې سمندري بېړۍ لېږلې دي.

په تېره مې میاشت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي وو، چین تایوان سره نژدې د خپلو جنګي الوتکو له الوځولو "ځان ته خطر پېښوي" هغه ژمنه کړې وه چې که پر تایوان برید وشي، نو په کلکه به یې نظامي ساتنه وکړي.

بیجینګ د دغو څرګندونو په ځواب کې امریکا د 'تایوان په اړه د خپلې ژمنې په ماتولو" او د "چین په چارو کې په مداخلې" تورنه کړه او زیاته یې کړه چې هېواد به یې د تایوان په رسمي توګه د خپلواکۍ د اعلانولو د مخنیوي لپاره "جګړې ته زړه ښه نه کړي."

موږ چین له نژدې څارو

د چین جنګي الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

جنرال مارک میلي دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکا فکر کوي چې چین به پر تایوان برید وکړي بي بي سي ته ویلي:

" حتمن، شونې ده او ښايي دغه ځای کې مهمې کلمې دي. د وړتیا له مخې زه فکر کوم چین په ښکاره پر دې بوخت دی چې په دې برخه کې خپله وړتیا زیاته کړي. ولسمشر شي جین پینګ په عامه غونډو کې دا خبره کړې یاده کړې او د چین پوځ یې ننګولی چې د برید وړتیا ومومي."

نوموړي زیاته کړې:" دوی به دا کار وکړي که نه، دا یو سیاسي انتخاب دی چې دوی پر ځای خطر مني که نه".

مارک میلي دا هم ویلي چې اوس لپاره په دې برخه کې هېڅ ډول نښې او ګواښونه نه شته، خو بیا هم موږ دا موضوع له نژدې څارو.

امریکا تایوان سره رسمي ډیپلوماټیکي اړیکي نه لري خو د تایوان د اړیکو د قانون د یوې برخې له مخې پر دوی وسلې پلوري چې باید دغه ټاپو ته د ځان د دفاع لپاره وسلې ورکړي.

ورته وخت کې چین سره رسمي اړیکي ساتي او په ډیپلوماټیکه توګه د چین دریځ یوازې د یوه حکومت په توګه مني.