د چین او تایوان تر منځ تاو تریخوالی؛ د تایوان ولسمشره: د چین د فشار پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو

Taiwanese President Tsai Ing-wen gestures during the Taiwan National Day celebrations in Taipei, Taiwan, 10 October 2021.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، Tsai Ing-wen was speaking at Taiwan's National Day celebrations in its capital Taipei

د تایوان ولسمشره څای اینګ وین وايي، هېواد به یې د چین فشار پر وړاندې ټیټ نه شي او ولسواکۍ ته به ژمن پاتې شي. له چین سره د تاو تریخوالي له ډېرېدو سره هممهاله ولسمشره اینګ وین وايي: ''زموږ د لاسته راوړنو له ډېرېدو سره سم پر موږ د چین له لوري فشار ډېرېږي. ''

د تاییوان ملي ورځې په مناسبت د ولسمشرې اینګ وین داسې مهال کوي چې د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي، له تایوان سره ''د یوالي بهیر باید بشپړ شي. ''

تایوان ځان یو مستقل دولت بولي، خو چین د خپل یوه بېل شوي ایالت په نظر ورته ګوري.

بل لور ته چین د زور له لارې د تایوان یو ځای کولو خبره هم نه ده رد کړې.

اغلې څای وايي، ''تایوان د دیموکراسۍ (دفاع) لپاره پر لومړنۍ دفاعي کرښه ولاړ دی. ''

هغه زیاتوي هېواد به پر هغه لار لاړ نه شي چې ''چین یې زموږ لپاره ټاکي '' چې د نوموړې په وینا دغه لار نه ازادي لري، نه ولسواکي لري او نه هم پکې د حاکمیت حق شته.

نوموړې وايي، د هېواد په هوايي دفاعي زون کې یې د چین جیټ الوتنو د سیمې پر امنیت او خوندیتوب جدي اغېز کړی او په وینا یې ''تېرو ۷۲ کالو کې وضعیت تر اوس زیات پېچلی نه و. ''

نوموړې زیاتوي تایوان به ''بیړه '' هېڅ اقدام و نه کړي، خو نوموړې چین سره په برابره کچه د خبرو وړاندیز هغه وړاندیز تکرار کړ، چې بیجینګ له دې مخکې رد کړی او ولسمشره اینګ وین یې یوه بېلتونپاله بللې.

اغلې څای پروسږ کال د بیجینګ پر وړاندې د درېدو له ژمنې سره ټاکنو کې بیا بریالۍ شوه.

له دې مخکې پرون د چین ولسمشر شي جین پینګ وویل، له چین سره د تایوان ځای کېدو بهیر باید سوله ییز وي، خو خبرداری یې ورکړ چې د چین خلک له بېلتون پالنې سره د مخالفت یو ''پرتمین دود لري. ''

د یادونې ده، چې د ښاغلي شي له دې څرګندونو مخکې د چینايي هوايي ځواک جیټ الوتکو د تایوان په هوايي دفاعي زون کې نژدې ۱۵۰ الوتنې کړې دي.

بل لور د ښاغلي شي ورورستیو څرګندونو کې چې د چین ۱۹۱۱ انقلاب د ۱۱۰ کلیزې په مناسبت یې کړې، د نوموړي لهجه نرمه بلل کېږي.

له دې مخکې پر دې موضوع د خبرو پر مهال جولای میاشت کې نوموړي ژمنه کړې وه، چې د تایوان خپلواکۍ هڅې به 'وځپي '