چین: د تایوان خپلواکي د جګړې په مانا ده

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

چین تایوان ته سخت خبرداري ور کولو سره وايي، د خپلواکۍ لپاره هڅه به یې بېجنیګ ته د جګړې مانا ولري.

دا خبرداری دغه ټاپو ته نږدې د چین الوتک وړونکې بېړۍ له لېږلو او پوځي چارو له زیاتولو څو ورځې وروسته دی.

د چین دا خبرداری د تایوان او امریکا تر نږدې اړیکو وروسته هم دی چې پکې تېره اونۍ د تایوان چارواکو د امریکا د نوي حکومت هرکلی وکړ.

د پنچشنبې په ورځ امریکا بیا د تایوان له دفاعي وړتیا د خپل ملاتړ ژمنه وکړه.

چین تایوان خپل یاغي ولایت بولي، خو تایوان ځان خپلواک دولت بولي.

د چین د دفاع وزارت ویاند وی کوین د پنجشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل:

"موږ د تایوان خپلواکي ځواک ته په کلکه وایو، څوک چې له اور سره لوبې کوي ځان به پخپله وسوځوي او د تایوان خپلواکي مانا جګړه ده."

نوموړي د چین وروستیو پوځي چارو په دفاع سره وویل: "تایوان تنګي کې اوسني امنیتي حالت ته د ځواب ویلو او د ملي حاکمیت او امنیت خوندي کولو لپاره دا ضروري ګامونه وو."

د چینايي چارواکو د دې څرګندونو په غبرګون کې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي پنټګان کې خبریالانو ته وویل: "دا څرګندونې خواشینوونکې او زموږ د تایوان اړیکو له اصولو سره مخالفې دي."

د ښاغلي کربي په خبره، پنټګان داسې دلیل نه ویني چې د تایون پر سر جنجال د ټکر غوندې یو څه سبب شي.

اټکل دی چې د واشنګټن او بېجنیګ ترمنځ د تاوجنو اړیکو بهیر کې د امریکا نوی حکومت هم د انساني حقونو، سوداګریزو لانجو، هانکانګ او تایوان د مسلو په ګډون پر چین فشار جاري وساتي