د تایوان پوځ لوی درستیز الوتکې غورځېدو پېښه کې وژل شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د تایوان د پوځ لوی درستیز په ګډون اته لوړپوړي چارواکي هغه مهال ووژل شول چې د بدې هوا له امله یې الوتکه غرنیو سیمو کې ناستې ته مجبوره شوه.
د جنرال شین یي مېنګ او ۱۲ نور چارواکو بلک هاک الوتکه پلازمېنې ته نږدې د بدې هوا له امله له الوت پاتې او د ناستې پرمهال وغورځېده.
وروستي رپوټونه وايي، د دې الوتکې پنځه کسان ژوندي موندل شوي، خو نور تر چورلکې لاندې شوي دي.
لوی درستیز له څو نورو لوړپوړو چارواکو سره د تایوان شمال ختیځ کې پوځي مرکز ته روان و، چې له دې پېښې سره مخ شو.
د تایوان هوايي ځواک د پېښې ځای ته دوه نور بلک هاک چورلکو کې اتیا سرتېري لېږلي دي.

د عکس سرچینه، AFP
د تایوان دفاع وزارت وايي، د لوی درستیز چورلکه ځايي وخت نږدې اته بجې د پلازمېنې تایپه له یوې اډې پورته شوې وه، خو نږدې نیمه ګړۍ وروسته یې د هوايي چلن چارواکو سره د اړیکو پرېکېدو له امله بېړنۍ ناسته وکړه.
یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، ژغورونکو او پلټونکو سیمې ته د ژر تر ژره رسېدو هڅه کوله، خو د بد ځمکني وضعیت له امله له ستونزو سره مخ و.
امریکا پر ۲۰۱۰ کال ۶۰ بلک هاک چورلکې پر تایوان وپلورلې، خو لا هم مالومه نه ده چې د نننۍ پېښې هیليکاپټر هم له همدې ۶۰ ده که نه.

د عکس سرچینه، AFP
د تایوان ولسمشرې تسی اینګ وین چې د جنورۍ ۱۱ ټاکنو کې د بیا واکمنېدلو هیله لري، نن یې ټاکنهڅې درولې دي.
مېرمن تسیه د ډیموکراټ پرمختیاپال ګوند له خوا د کومېنتنګ ګوند له هان کیو یو سره مقابله کوي چې له چین سره نږدې اړیکي غواړي.
تایوان له ۱۹۴۹ کال د چین کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو راهیسې خپلواک اداره کېږي.
خو بېجینګ دا ټاپو خپل ولایت بولي او وايي که اړتیا شي یوه ورځ به یې د پوځ په زور هم له ځان سره یو ځای کړي.








