تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندي کروندګر له ۷ میاشتنۍ دمې وروسته یو ځل بیا لویو لاریونونو ته چمتو شوي
ویره، غوسه او نامعلوم حالت، دا هغه څه دي چې بچتر کر او د هغې د کلي نورو میرمنو د هند په شمالي ایالت پنجاب کې چې کله یې لومړی ځل لاریون پیل کاوه احساس کړل.
دوی د هغو زرګونو بزګرانو په ډله کې وو چې کله حکومت په ۲۰۲۰ کال کې د کرهنیزو اصلاحاتو په نامه نوی قانون جوړ کړ، دوی یې پر وړاندې لاریون وکړ او پلازمینې ډیلي په لور روان شول.
لاریون کوونکي د اعتراض په ډول د ډیلي ښار په څنډو کې له یوه کال څخه ډېر موده پاتې شول.
هندي کروندګرو هر ډول کړاو په دې اوږد مهاله لاریون کې وګاله، دوی د هند سره ګرمي، سخت ژمی او د کورونا وبا دوهمه څپه له خپلو کورونو بهر په همدې لاریون تېره کړه.
اغلې کر وايي: "ما خپلو ملګرو او خپلوانو ته ویلي وو چې زه به په لاریون کې مړه شم، خو اجازه نه ورکوم چې دا د کرنې قوانین پلي شي."
د ښوونځي یوه متقاعده ښوونکې وايي، دا اسانه کار نه و چې خپل آرام کور پریږدې او په سړکونو کې په ټراکټور کې ژوند وکړې. خو موږ هیڅ انتخاب نه درلود. دا د کرنې قوانین زموږ لپاره د مرګ تضمین وو."
تېر کال د لاریونونو پرمهال هم حکومت ټینګار کاوه چې قوانین د بزګرانو لپاره ښه دی او د بدلولو یې پوښتنه لا نه پیدا کېږي.
پرله پسې په میاشتو میاشتو لاریونونو ترڅنګ د کروندګرو استازو او حکومتي چارواکو خپلو کې مذاکرې هم وکړې خو له جنجالو سره به پای ته رسیدې.
کله چې حکومت هڅه وکړه په زور د لاریونونو مخه ونیسي لاریونونه په شخړو واوښتل، څو کروندګر ووژل شول او ډیری یې ونیول شول.
خو د نومبر میاشتې په ۱۹ مه کله چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په یوه تاریخي ګام کې د قوانینو د لغوه کولو اعلان وکړ. کروندګر تر یوې کچې ارامه شول.
د نومبر په ۳۰ مه په رسمي ډول پارلمان کې یو قانون تصویب شو.
هغه مهال که څه هم کروندګرو سمدلاسه غبرګون ونه ښوده خو دوی وویل، خپلو لاریونونو ته دوام ورکوو تر هغه چې حکومت د دوی نورو غوښتنو سره هوکړه وکړي.
څو ورځې وروسته، حکومت دا نورې غوښتنې هم ومنلې او د یوه کال اوږدو لاریونونو ته یې د پای ټکی کېښود.
اغلې کر دا د هغې د ژوند "خورا ځانګړې" شیبه ګڼلې.خو اوه میاشتې وروسته له دې چې کروندګر بیرته خپلو کورونو ته ستانه شول، حکومت لا هم د دوی غوښتنې نه دي پوره کړي.
د کروندګرو مشرانو اوس د جولای په ۳مه یوه غونډه رابللې ترڅو د راتلونکي پلان پریکړه وکړي.
دا غونډه به ډهلي ته نږدې په غازي آباد ښار کې جوړه شي او د کروندګرو مشهور مشران به پکې ګډون وکړي.