تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې د کروندګرو مظاهره: پولیسو د تاوتریخوالي په تور ۲۰۰ کسان نیولي
هند کې پولیسو د پلازمېنې ډیلي له پروني خونړي تاوتریخوالي وروسته ۲۰۰ کسان نیولي دي. تېره ورځ پلازمېنه کې د حکومت کرنیزو اصلاحاتو پر ضد د کروندګرو احتجاج هغه مهال پر تاوتریخوالي واوښت چې قهریدلي احتجاج کوونکو د ښار په څنډو کې له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول، د پولیسو له خنډونو تېر شول او د ښار په منځ کې پر تاریخي سرې کلا وروختل.
پرونۍ پېښه کې یو مظاهره کوونکی ووژل شو او نژدې ۳۰۰ پولیسان ټپیان شول. بل لور ته د احتجاج کوونکو کروندګرو مشرانو د تاوتریخوالي پړه پر 'ورانکارو ' عناصرو اچولې او د احتجاج له ختمولو یې انکار کړی دی.
پر نیول شویو کسانو د بلوا، عامه ملکیتونو ته زیان اړولو او پر پولیسو د برید تورونه لګول شوي دي.
تر اوسه پولیسو ۲۲ شکایتونه ثبت کړي دي. د ځايي پولیسو چارواکو انډین ایکسپریس ورځپاڼې ته ویلي، ''د امنیتي کمرو د تصویرونو له کتلو او کره ثبوتونو له ترلاسه کولو وروسته تورن کسان نیول کېږي. ''
په ښار کې دننه له سرې کلا د مظاهره کوونکو له شړلو وروسته هند حکومت د پلازمېنې امنیت او نظم خوندي ساتلو لپاره د پولیسو تر څنګ نیمه پوځي ځواک هم ځای پر ځای کړی دی.
تېره ورځ د بزګرانو مظاهره د هند جمهوریت ورځې له مراسمو سره هممهاله تاوتریخجنه شوه.
د جنورۍ ۲۶ مه په هند کې ځکه د جمهوریت ورځې په توګه لمانځل کېږي چې د ۱۹۵۰ کال پر همدې ورځ هند کې د دغه هېواد لومړنی اساسي قانون تصویب شو.
بل لور ته په یوه اعلامیه کې د احتجاج کوونکو کروندګرو د ټولنو یوې اتحادیې 'سمیوکتا کسان مورچې ' مسوولینو ویلي:
''موږ د تاو تریخوالي پېښه غندو، پښیماني څرګندوو، داسې کړنې د زغملو وړ نه دي او موږ ځان له هغو کسانو بېل ګڼو چې دې کړنو کې یې لاس درلود. ''
د چهارشنبې پر ورځ د کروندګرو له روان تحریکه دوې ټولنې بېلې شوې، خو ډېری نور بیا هوډ څرګندوي چې د نویو کرنیزو قوانینو خلاف به یې احتجاج دوام وکړي.
حکومتي چارواکي وايي د اصلاحاتو له کبله به کرنیز سکتور خپلواک شي، خو احتجاج کوونکي کروندګر بیا ادعا کوي چې پایله کې به یې دوی بیوزلي شي.
د ډیلي په شاوخوا کې له تېرې نومبر میاشتې راهیسې د لسګونو زرو کروندګرو احتجاج روان دی او دې قوانینو کې د بدلون غوښتنه کوي.
دوی تېره اونۍ د حکومت هغه وړاندیز رد کړ، چې تر یوه وخته یې په قانون کې د بدلون ځنډولو لپاره کړی و.