هند کې احتجاج کوونکي کروندګر د ډیلي تاریخي سرې کلا ته ننوتل

د هند پلازمېنه ډیلي کې زرګونه کروندګر چې د کرنیزو اصلاحاتو خلاف احتجاج کوي، د پولیسو تر خنډونو له تېرېدو وروسته د ښار په مرکزي برخه کې تاریخي سرې کلا ته ورسېدل. دغه کروندګر پلي وو او په ټرکټرو کې ناست وو، دوی د هغه پراخ لاریون برخه دي، چې د هند جمهوریت ورځې سره هممهاله پیل کېږي.

د لاریون یوه ګډونوال وویل، ډېری احتجاجیانو له هغو لارو پرته هم تګ راتګ کاوه، چې هوکړه پرې شوې وه او له هغه وروسته له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول.

د ښار په ځینو برخو کې د نظم او امنیت ټینګښت لپاره د مخابراتي شبکو فعالیتونه ځنډول شوي دي.

حکومت د تازه تاوتریخوالي په هکله څه نه دي ویلي، خو رپوټونو کې ویل شوي، د کورنیو چارو وزیر امیت شا ډیلي پولیس سره د وضعیت څېړلو په هکله یوه غونډه کړې.

حکومت د هغو اصلاحاتو په هکله چې له کبله یې دا مظاهرې راوپارېدې وايي، کرنیز سکتور به ورسره ازاد شي، خو کروندګر بیا ادعا کوي، چې دوی به عاید له لاسه ورکړي.

له نومبر راهیسې د ډيلي په شاوخوا کې دغه لسګونه زره کروندګر احتجاجونه کوي او په نویو قوانینو کې د بدلون غوښتنه کوي.

دوی د یادو قوانینو پلي کول ځنډولو په هکله د حکومت وړاندیز هم تېره اونۍ رد کړ. په هند کې د کروندګرو له لوري د لومړي وزیر نرېندرا مودي او د ده د بهارتیه جنتا ګوند په مشرۍ حکومت پر ضد تر ټولو پراخ احتجاجونه بلل کېږي.

له اوږدو بحثونو وروسته پولیسو احتجاجیانو ته په دې شرط ښار ته د ننوتو اجازه ورکړې وه چې د ښار په مرکزي برخه کې به د جمهوریت ورځې په مناسبت مراسم نه ګډوډوي.

دوی دغه راز لاریونیانو ته ځانګړې لارې مشخصې کړې، چې د ښار تر څنډو پورې محدودې وې، خو د احتجاجیانو توجه د ۱۶ پېړۍ پر تاریخي سره کلا مرکوزه وه.

دوی د پولیسو له خنډونو تېر شول، د کلا پر دېوالونو او ګومبتو وروختل او د ملي بیرغ تر څنګ یې خپل بیرغونه هم هلته وټومبل.

د سې شنبې پر ورځ ماسپښین مهال پولیسو وویل، احتجاجي کروندګر یې د سرې کلا له منځه وشړل، خو حالت لا هم تاوتریخجن دی.

د احتجاج یوه ګډونوال کروندګر این ډي ټي وي ته وویل، ''موږ دلته د دې لپاره راغلي وو، چې مودي حکومت ته یو پیغام ورسوو، زموږ کار خلاص شو، نور نو بېرته ستنېږو. ''

داسې حال کې چې ښار ته د ننوتلیو لارو په سر کې احتجاجي بزګران پر ټاکلیو لارو د لاریون په بڼه روان وو، ځینې نور بیا له دې لارو واوښتل او د ښار مرکزي برخه کې هغه لور ته لاړل چې د هند پارلمان پکې موقعیت لري.

د ځايي رسنیو په تصویرونو کې له پولیسو سره لاس او ګرېوان احتجاجیان لېدل کېږي. په ټرکټرونو کې ناست کروندګر په داسې حال کې ښکاري چې په لوی لاس غواړي د پولیسو له درول شویو خنډونو تېر شي.

په رپوټونو کې ویل شوي، د پولیسو له لوري د اوښکې بهوونکي ګاز له کاروولو وروسته لږ تر لږه یو کروندګر هغه مهال ووژل شوی، چې ټرکټر یې په بل مخ واوښت.

د ځايي پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي له اې این ای خبري اژانس سره خبرو کې وویل:

'' موږ له کروندګرو هیله کوو چې تر ټاکلیو لارو محدود واوسي، ، ځینې کسان د پولیسو له خنډونو تېر شوي، پر ځواک یې بریدونه کړي، موږ د کروندګرو له ټولنو هیله کوو، چې د امنیت ټینګښت کې مرسته وکړي. ''

بل لور ته د بزګرانو ټولنې مشرانو هم د ورته غوښتنې پیغامونه خپاره کړي، تاوتریخوالی یې غندلی او له هغو کسانو یې ځان ګوښی بللی چې په اخ و ډب کې یې لاس درلود.