د فیلیپین سمندر کې د امریکا یوه ډوبه شوې بېړۍ موندل شوې

ساموېل بي ډوبه شوې بېړۍ کې د جګړې نښې له ورایه ښکاري
د عکس تشریح، ساموېل بي ډوبه شوې بېړۍ کې د جګړې نښې له ورایه ښکاري

د فیلیپین سمندر کې د دویمې نړیوالې جګړې اړوندې د امریکا یوې ډوبې شوې بېړۍ پاتې شوني د سمندر په ډېرو لیرې ژورو کې موندل شوي.

موندونکو یې ویلي، د یو اې اې ساموېل بي روبرټس په نامه دا بېړۍ د ۱۹۴۴ کال په اکتوبر میاشت کې د فیلیپین سمندر کې ډوبه شوې ده او د سمندر ژورو ته (۶۸۹۵ متره) لاندې رسېدلې ده.

غوټه وهونکو د بېړۍ د موندنې پرمهال ویلي چې ځینې توکي یې روغ پاتې دي. دا بېړۍ د امرکیا د یوه سوداګر ویکټور ویسکوفو چې ټکساس ایالت کې و، ملکیت و.‌

دې بېړۍ د جګړې پرمهال د جاپانیانو پرضد د اتلولۍ رول لوبولی و.

یو اېس اېس ساموېل بي رابرټس مخکې له دې چې ډوبه شي او په وسلو له سم سمبال دوښمن سره مخامخ شوې وه

د عکس سرچینه، US NAVY

د عکس تشریح، یو اېس اېس ساموېل بي رابرټس مخکې له دې چې ډوبه شي او په وسلو له سم سمبال دوښمن سره مخامخ شوې وه

دغې بېړۍ د جګړې پرمهال د دوښمن ګڼې جنګي بېړۍ ډوبې کړې وې خو اخر کې ددې پای هم د سمندر تل ته په رسېدو تمام شو.

په دې بېړۍ کې ۲۲۴ کسان سپاره وو چې غالباً د بېړۍ عمله به وه، ۸۹ پکې مړه شول خو ۱۲۰ نورو بیا تر ۵۰ ګړیو وروسته چې کله ژغورونکي ور ورسېدل، خپل ژوند وژغورلی شو.

ویکټور ویسکوفو: د سمندر جنګیالي جګړې ته چې تلل ښه پوهېدل چې بېرته به نه راستنېږي
د عکس تشریح، ویکټور ویسکوفو: د سمندر جنګیالي جګړې ته چې تلل ښه پوهېدل چې بېرته به نه راستنېږي

ویسکوفو چې یو وخت د امریکا د سمندري ځواکونو د احتیاطي برخې پوځي و،‌ وايي ویاړ لري چې داسې بېړۍ یې لرله او اوس یې پاتې شوني موندل شوي دي.

پلټنډله اړه شوه چې د سمندر په لا ډېرو ژورو کې د بېړۍ پاتې شوني ومومي

د عکس سرچینه، CALADAN OCEANIC/EYOS EXPEDTIONS

د عکس تشریح، پلټنډله اړه شوه چې د سمندر په لا ډېرو ژورو کې د بېړۍ پاتې شوني ومومي

یوې غوټه وهونکې لیمیتینګ فکتور ویلي، د بېړۍ چوکاټ، توپونه او همدارنګه پیپونه له ورایه ښکاري.‌

د جاپانیو بېړیو له لوري د توپ د ډزو نښې هم پرې ښکاري چې بېړۍ کې یې سوري جوړ کړي دي.‌ د بېړۍ شاتنۍ برخه کې داسې ثبوت شته چې سم مرګوني ګوزارونه پرې شوي.

ویکټتور ویسکوفو خصوصي سکټور کې پانګوال دی چې د سمندر په ژورو کې د غوټې وهلو له لارې کشفونې کوي
د عکس تشریح، ویکټتور ویسکوفو خصوصي سکټور کې پانګوال دی چې د سمندر په ژورو کې د غوټې وهلو له لارې کشفونې کوي

ساموېل بي بېړۍ د خلیج لیتي جګړه کې د سامار ټاپو ته څېرمه ډوبه شوې. دا جګړه د جاپانیانو د شاتګ لامل شوه او ډېره مرګ ژوبله هم ورته واوښته.

تېر کال ویسکوفو د ویجاړې شوې یو اېس اېس جانسن بېړۍ پاتې شوني د سمندر په ۶۴۶۰ متره ژورو کې وموندل.‌

یو اېس اېس ساموېل بي رابرټس ډوبه شوې بېړۍ کله چې لومړی ځل د غږ کشفوونکې الې په مټ وموندل شوه

د عکس سرچینه، CALADAN OCEANIC/EYOS EXPEDTIONS

د عکس تشریح، یو اېس اېس ساموېل بي رابرټس ډوبه شوې بېړۍ کله چې لومړی ځل د غږ کشفوونکې الې په مټ وموندل شوه

کېدای شي د ساموېل او جانسن په څېر ځینې نورې ډوبې شوې بېړۍ هم د سمندر په ژورو کې پاتې وي.

یو اېس اېس ساموېل رابرټس درې برخې لرلې

د عکس سرچینه، CALADAN OCEANIC/EYOS EXPEDTIONS

ویسکوفو هغه لومړنی کس دی چې د نړۍ د پنځو لویو سمندرونو په تل کې ډېرو ژورو ځایونو ته ځان رسوي.