اوکرایین: روسیه غواړي د جګړې لومړۍ کرښه خارکیف ته راولي

Officials inspect damage to a building in Kharkiv

د عکس سرچینه، Getty Images

د اوکرایین د کورنیو چارو وزارت مرستیال ودیم دینیسینکو وايي، په دویم لوی شمالي خارکېیف ښار کې وضعیت ډېر اندېښموونکی دی.

رویټرز خبري اژانس د یوه چارواکي له خولې ویلي، روسي ځواکونه هڅه کوي یوځل بیا ښار ته نژدې شي او ښار بمبار کړي.

ودیم دینیسینکو د اوکرایین ملي تلوېزیون ته ویلي: "روسیه غواړي خارکېیف ښار د جګړې لومړۍ کرښه وګرځوي."

د جګړې په ډګر کې د تازه رپوټونو له مخې، اوکراییني چارواکو ویلي، د هوايي‌ دفاع سیستم یې پلازمېنه کېیف کې د روسیې "یو هوايي څیز" راغورځولی دی.

د ښار شمال ویشورډ کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

دوی نور جزییات نه دي ورکړي چې دا هدف یې څنګه ویشتلی، خو په وروستیو اونیو کې د هېواد لوېدېځ او مرکزي سیمې په کروز توغندیو ویشتل شوې دي.

د بریتانیا ددفاع وزارت وروستیو څارګرو رپوټونو کې ویل شوي چې روسیې او اوکرایین په شمال او ختیځ کې یو پر بل درنې بمبارۍ کړې دي.‌

ناټو اوکرایین کې څو کاله د جګړې د غځېدو خبرداری ورکړی

ین سټولټنبرګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، په اوکرایین کې جګړه "ښايي څو کاله دوام وکړي".

نوموړي ویلي اړتیا ده چې لوېدیځ کیېف ته د ملاتړ دوام ته ځان چمتو کړي.

سټولټنبرګ دا څرګندونې د جرمني/ المان له "بیلډ ام سونتاغ" ورځپاڼې سره مرکه کې کړې چې وايي، که لوېدیځ هېوادونه د اوکرایین ملاتړ ونه کړي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به خپلې جګړې ته دوام ورکړي، لکه په ۲۰۰۸ کال یې چې د جورجیا/ګورجستان ضد جګړې وروسته او په ۲۰۱۴ کال د کریمیا ټاپو نیولو پرمهال همدا کار کړی و.

خو د ناټو سرمشني وویل که اوکرایین نوې وسلې ترلاسه کړي، نو د روسي پوځ په شا تمبولو ښه موقع به ترلاسه کړي.

په اوکرایین کې چارواکو پر لوېدیځ غږ کړی چې پوځي مرستې ورسره وکړي چې د روسي یرغل پر وړاندې کیېف د ټینګ مقاومت جوګه شي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي د هېواد سوېلي جبهې ته د خپل سفر پرمهال ژمنه کړې چې ځواکونه به یې "سوېل و نه سپاري".

زلېنسکي اوکرايي پوځيانو ته: "اوکرایین ته لومړیتوب ورکړئ"

د عکس سرچینه، Ukrainian Presidential Press Service

د عکس تشریح، زلېنسکي اوکرايي پوځيانو ته: "اوکرایین ته لومړیتوب ورکړئ"

اوکرایینی ولسمشر له کیېف بهر په یوه کمیابه سفر د امنیتي لاملونو له کبله د تور سمندر پر څنډه پراته میکولایف ته تللی و، هلته یې ښار کې د مقاومت ځواکونه ولیدل.

زیلېنسکي وویل: "هرڅه ته به چمتووالی ونیسو او د بریا لپاره به هر کار وکړو".

هغه سوېل ته د سفر پرمهال ‌پر ټیلیګرام یوه لنډ وېډیويي پیغام کې چې پوځ او پولیسو ته یې وینا کوله، ویلي:‌ "ستاسې مورال لوړ دی، ستاسې سترګو ته چې ګورم د بریا باور پکې وینم".

د ویلو ده چې روسي ځواکونو وروسته له هغې چې د پلازمېنې کیېف نیولو کې پاتې راغلل،‌ د اوکرایین پر ختیځ او سوېل د جګړې تمرکز ډېر کړی دی.