اسټرالیا کې یوه سړي د غلا مخنیوي لپاره خپل موټر له ځمکې اوچت کړ، خو څنګه؟

A red car suspended in the air by a forklift

د عکس سرچینه، Queensland Police Service

د عکس تشریح، برینډن دغه وسیله چې د موټرو جېک ته ورته ده، تر موټر لاندې کړه او موټر یې له غلې سره له ځمکې پورته کړ

یوه اسټرالیایي سړي د دې لپاره چې د خپل موټر د غلا مخه ونیسي، موټر یې له غلې سره له ځمکې هوا ته وچت کړ.

د یادونې ده چې برینډن ميلز د موټرو وچتوونکې وسیلې په مرسته موټر له ځمکې وچت کړ.

پېښه داسې پیل شوه چې د اسټرالیا په برېزبین کې د ښاغلي ملز کور ته غله ننوته او د موټر له غلا کولو مخکې یې په دغه کور کې ښه په کراره حمام وکړ او خپلې جامې یې هم بدلې کړې.

پولیس وايي، غله د وتلو په حال کې وه چې برینډن میلز او کورنۍ یې له بهره بېرته خپل کور ته ستانه شول.

برینډن یوه ځايي تلویزون ته وویل:" دا هر څه زمونږ د سترګو په وړاندې په خورا چټکۍ سره ترسره شول."

نوموړی وايي، ناڅاپه مې پام شو چې د موټر دروازه چا ورپورې کړه او موټر ته یې حرکت ورکړ.

د موټر څېښتن وايي: "ما څو ځلې له هغوى څخه وغوښتل چې له موټره راووځي."

خو هغې نه غوښتل چې بهر شي

دی وايي:" ما ورته وویل مونږ کور کې یوو، په دام کې ولوېدې، له موټره ووځه، نور څه نه شې کولای خو هغې نه غوښتل چې بهر شي."

ښاغلی میلز وايي:"ما ورته وویل 'ښه سمه ده، تاسو غواړئ چل راسره وکړئ، زه هم یوه بله لار لرم."

برینډن کور کې د موټر اوچتولو وسیله درلوده او فکر یې وکړ چې د دې وسیلې په مرسته کولی شي په ډېر خوندي ډول خپل موټر وژغوري او د غلې مخه ونیسي.

نوموړی وايي:"زما کورنۍ ولاړه وه او دا هر څه یې لیدل، نو ناسم کار او یا تېروتنه مې نه شوی کولی."

د ښاغلي میلز په وینا، دا ډول حالاتو کې د پېښې مخنیو لپاره د ډول ډول سیستمونو شتون له کبله، بېلا بېل سوچونه د انسان ذهن ته ورځي.

نوموړی وايي، ژر مې مڼده کړه او موټر اوچتونکی مې رواخیسته او ځان سره مې وویل، چې ولې له دې ګټه وانخلم او د خپل موټر د غلا مخه به پرې ونیسم.

برینډن دغه وسیله چې د موټرو جېک ته ورته ده، تر موټر لاندې کړه او موټر یې له غلې سره له ځمکې پورته کړ .

په لنډ وخت کې د اسټرالیا پولیس سیمه ته ور ورسېدل او موټر یې ورو بېرته ځمکې ته ټېټ کړ چې له دې سره یې غله هم ونیوله.

یاده ښځه د غلا او په ناقانونه توګه د بل چا موټر کارولو په تور ونیول شوه خو محکمه به یې راتلونکې اوونۍ وي.