اسټرالیا دویم ځل د ټېنس لوبغاړي نواک جاکوویچ ویزه لغو کړه

Novak Djokovic

د عکس سرچینه، Reuters

اسټرالیا دویم ځل د ټېنس لوبغاړي نواک جوکوویچ ویزه د کووېډ-۱۹ اړوند قوانینو سرغړونې او د کورونا ضد واکسین له لګولو پرته دې هېواد ته د ورتلو له کبله لغوه کړه.

د جوکویچ ویزې لغو کولو پرېکړه د اسټرالیا کډوالۍ چارو وزیر الکس هاوک کړې او مانا یې دا ده، چې اوس جوکوویچ له اسټرالیا د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دی.

خو په ورته مهال د نړۍ ټېنس نارینه لوبغاړو په کتار کې لومړی ځای لرونکی ۳۴ کلن جوکوویچ حق لري په اسټرالیا کې د پاتې کېدو لپاره یوه بله عریضه وکړي.

د سربیا اوسیدونکی جوکویچ دغه هېواد ته د اسټرالیا اوپن ټېنس سیالیو کې د ګډون لپاره تللی و، چې پر دوشنبه پیلېږي.

د جاکوویچ ویزه لومړی ځل د جنورۍ پر شپږمه د اسټرالیا ملبورن ښار ته له رسېدو سره سم لغوه شوه، ځکه اسټرالیايي چارواکو وویل، نوموړي له کووېډ ضد واکسین د معافیت لپاره ''کافي ثبوت نه درلود. ''

جوکوویچ په ملبورن هوايي ډ‌ګر کې ونیول شو او څو ساعته وروسته د قرنطین تېرولو لپاره یوه هوټل ته ولېږدول شو.

له هغه څو ورځې وروسته د اسټرالیا یوې ځايي محکمې د هغه ویزې لغو کولو پرېکړه باطله وبلله او له هوټله یې د نوموړي خوشي کولو امر وکړ.

اسټرالیا ته د کورونا ضد واکسینو له لګولو پرته چې د وبا پر مهال پکې د نړۍ له ډېرو سختو او اوږدو قرنطینونو یو پلی شوی و، د خلکو غبرګونه وپارول.

له ځايی وخت سره سم د جمعې ورځې پر مازدیګر ښاغلي هاوک د کډوالۍ او سفر ځانګړي قانوني واک له مخې د جاکوویچ ویزه دویم ځل لپاره لغوه کړه.

د دې قانون له مخې وزیر حق لري هغه کس له اسټرالیا وشړي چې فکر کوي، د هېواد ''د سلامتۍ او یا ټولنیز نظم لپاره خطر ''رامنځته کوي، خو جوکوویچ کولای شي پر دې پرېکړې د بیا غور لپاره عریضه وړاندې کړي.

دا جنجال هغه مهال لا زیات شو، چې معلومه شوه، جوکوویچ د سفر لپاره په خپله فورمه کې ناسم معلومات وړاندې کړي.

نوموړي لیکلي و، چې اسټرالیا ته له رسېدو مخکې یې ۱۴ ورځو پورې بل سفر نه دی کړی، خو دی په همدې موده کې اسپانیا ته تللی و.

جوکوویچ وروسته ومنله، چې دا تېروتنه یې همکارانو کړې، نوموړي دا ''یوه انساني تېروتنه '' وبلله او په وینا یې ''قصداً یې داسې نه دي کړي. ''

نوموړي دغه راز منلې چې پر کورونا د اخته کېدو پر مهال یې له یوه خبریال سره لیدلي او تصویرونه یې اخیستي وو.