اسټرالیا لومړی وزیر: ښايي پر ټېنس لوبغاړي نواک جاکوویچ د ویزا بندیز ژر پای ته ورسېږي

د عکس سرچینه، Reuters
د اسټرالیا لومړی وزیر وايي، ټېنس لوبغاړی نواک جاکووېچ له دغه هېواده شړل کېدو وروسته ښايي له هغې مودې مخکې اسټرالیا ته بېرته ستون شي، چې اټکل یې کېږي.
جاکوویچ وروسته له هغه له استرالیا وايستل شو چې په محکمه کې یې د ویزې د لغوه کېدو پر ضد دوسیه وبایلله.
د اسټرالیا قانون له مخې ۳۴ کلن جاکوویچ ته تر درې کالو پورې د اسټرالیا ویزا نه ورکول کېږي، خو لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي، ښايي ''د مناسبو شرایطو له مخې '' نوموړي ته ژر اسټرالیا ته د سفر اجازه ورکړل شي.
له اسټرالیا جي بي ۲ راډیو سره خبرو کې ښاغلي موریسن وویل: ''(بندیز) د دریو کالو لپاره دی، خو د دوی لپاره یو فرصت شته، چې په مناسبو شرایطو کې بېرته ستانه شي او هماغه مهال به پرې غور وشي. ''
د قانع کوونکو دلایلو له وړاندې کولو وروسته او یا هم د زړه سوي له مخې د اسټرالیا ویزا تر لاسه کولو لړ کې لګېدلی درې کلن بندیز لېرې کېدای شي.
دې سره به جاکوویچ وکولای شي راتلونکی کال د اسټرالیا اوپن ټېنس سیالیو کې برخه واخلي. د سږ کال دغه سیالۍ چې د ناواکسین شویو لوبغاړو د ویزو جنجال سیوری پرې غوړولی و، پر دوشنبه پیل شوې.
له دې مخکې ښاغلي جاکوویچ ویلي د محکمې پرېکړې ''ډېر ناهیلی '' کړ خو قانون ته درناوی لري.
د صربیا ولسمشر له استرالیا نه د نواک جاکوویچ د ایستلو پرېکړې ته په غوسې غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې ښاغلي جاکوویچ په استرالیا کې ''شکنجه '' شوی دی.
الکسنډر وچیچ له بي بي سي سره په خبرو کې ویل استرالیا باید له وړاندې نه دا روښانه کړې وای چې هغو کسانو ته هېواد ته د ورننوتلو اجازه نه ورکوي چې د کورونا ضد واکسین یې نه وي کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټېنس لوبغاړی نواک جاکوویچ د کورونا واکسین له لګولو پرته استرالیا ته تللی او له دې هېواده د ایستل کېدو په تړاو د محکمې له پرېکړې مخکې توقیف شوی و.
د دغه ۳۴ کلن ټېنس لوبغاړي ویزه په دویم ځل لغوه کړای شوه. د استرالیا حکومت نوموړی د عامه روغتیا لپاره خطرناک بللی دی.
د نوموړي مدافع وکیلانو بیا د استرالیا حکومت پرېکړه بې دلیله بللې وه او محکمې ته یې دې لړ کې عریضه کړې وه چې پرون یکشنبه یې په اړه پرېکړه وشوه.
که احتمالاً نوموړي ته دې لوبو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وای او ګټلې یې وای، له ۲۱ بریاوو سره به د ټېنس تر ټولو ډېر بریالی نارینه لوبغاړی بلل کېده خو اوس یې دا هیله پای ته رسېدلې.
د استرالیا حکومت په دویم ځل د ټېنس لوبغاړي نواک جوکوویچ ویزه د کووېډ-۱۹ اړوند قوانینو سرغړونې او د کورونا ضد واکسین له لګولو پرته دې هېواد ته د ورتلو له کبله لغوه کړه.
د جاکوویچ ویزه لومړی ځل د جنورۍ پر شپږمه د استرالیا ملبورن ښار ته له رسېدو سره سم لغوه شوه، ځکه استرالیايي چارواکو وویل، نوموړي له کووېډ-۱۹ ضد واکسین د معافیت لپاره ''کافي ثبوت نه درلود. ''
جوکوویچ په ملبورن هوايي ډګر کې ونیول شو او څو ساعته وروسته د قرنطین تېرولو لپاره یوه هوټل ته ولېږدول شو.
له هغه څو ورځې وروسته د استرالیا یوې ځايي محکمې د هغه ویزې لغوه کولو پرېکړه باطله وبلله او له هوټله یې د نوموړي خوشي کولو امر وکړ.










