د نړۍ تر ټولو ستر بوټی د اسټرالیا په ساحل کې موندل شوی

د عکس سرچینه، Rachel Austin
- Author, فیټني ټرنبل
- دنده, بي بي سي نیوز، سیډني
د ځمکې پر مخ تر ټولو اوږد او پراخ بوټی چې د سمندر په تل کې د وښو یا کبلې په بڼه پروت دی د اسټرالیا په ساحل کې موندل شوی.
د جېنېتیکي ازموینو په مرسته ساینسپوهان وپوهېدل چې د اسټرالیا په لویدیځ کې د سمندر بېخ کې پرته کبله اصلاً د بېلا بېلو بوټو ټولګه نه بلکې یو بوټی دی چې له یوه تخمه زېږېدلی او شاوخوا د ۴۵۰۰ کلونو په اوږدو کې یې وده کړې.
د لویدیځې اسټرالیا پوهنتون څېړونکو ویلي چې دا شنه کبله د ۲۰۰ مېترو مربع په پراخوالي کې تيته پرته ده.
د ساینسپوهانو دغې ډلې د اسټرالیا په شارک بې ساحل کې په غیر ارادي ډول دا موندنه کړې. وروسته یې وپتیېله چې د دغو بوټو جېنېتیکي ازموینه وکړي چې تاریخ یې مالوم کړي.
شاوخوا ۱۸ زره جېنېتیکي سامپلونه یا نښې یې ټولې کړې او هڅه یې دا وه چې په ډاګه کړي اصلاً د بوټو دا ټولګه له څو تخمونو جوړه ده.

د عکس سرچینه، Angela Rossen
جېن اېجلو چې د دې ډلې مشره څېړونکې ده په دې اړه وايي: "د ازموینو پایلو موږ حیران کړو. ومو موندله چې په اصل کې یو بوټی تر ۱۸۰ کیلومترو غځېدلی چې د ځمکې پر مخ تر ټولو اوږد دی."
د دغه بوټي د ستروالي تر څنګ سختوالی هم حیرانوونکی دی ځکه د شارک ساحل په داسې ځای کې یې وده کړې چې اقلیمي شرایط یې سخت دي.
یوه څېړونکې الېزبېت سېنکلیر په دې اړه وايي: "داسې معلومېږي چې دا بوټی توانېدلی چې هر ډول چاپېریالي حالت سره مبارزه وکړي او په ډېره سخته رڼا کې یې هم وده کړې. دغه ډول شرایط په عادي حالت کې د بوټو ودې مخنیوی کوي."
ساینسپوهان وايي چې د بوټو دا نسل هر کال ۳۵ سانتي مېتره وده کوي او ځکه دوی اټکل وکړ چې دغه بوټی د ۴۵۰۰ کالو په اوږدو کې غځېدلی.









