هندي حکومت د فاطمې د کور ودانۍ ویجاړه کړه خو دا وايي:"تاسو یوه کورنۍ ویجاړه کړه"

د عکس سرچینه، Vivek Singh
د سمیه فاطمه کور چې پیکه ژېړ رنګ یې درلود د اتر پردېش ایالت په پرایاګراج ښار کې و.نوموړې له خپلو څلورو خوېندو وروڼو سره یو ځای په دغه کور کې لویه شوې ده خو اوس یې یوازې کنډوالې پاتې دي.
سمیه وایي، خپل دوه منزله کور کې یې د ټول ژوند یادونه نغښتي وو.
نوموړې زیاتوي، کور یې داسې ځای و چې دې په کې خپل ځان خوندي او ارام احساساوه. لرګیو، دیوالونو او چتونو یې د دې کورنۍ لپاره یو پناه ځای برابر کړی و.
خو د تېرې یکشنبې په ورځ د دې یادونه خاورو سره خاورې شول.
اترپردېش کې ځايي چارواکو "پرته له کوم خبرداري" د دوی کور ونړاوه.
چارواکو ادعا کوله چې دا کور غیر قانوني جوړ شوی و خو دا ادعا، اغلې فاطمه او کورنۍ یې ردوي.
د دغه کور ویجاوړولو سخت غبرګونونه راوپارول او د هند واکمن بي جی پي ګوند تر سختو نیوکو لاندې راغی.
ګوت نیوونکي وايي، دا د هغې لړۍ یوه نوې پېښه ده چې پر مټ یې بي جی پي ګوند غواړي د هند لږکي مسلمانان وځپي.

د عکس سرچینه، Vivek Singh
۲۰۱۴ کې د بي جی پي ګوند له واکمنېدو وروسته هند کې د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې پېښې په زیاتېدو دي.
اغلې فاطمه وايي، د دوی کورنۍ ته دومره وخت هم ورنه کړل شو چې خپل توکي راټول کړي.
نوموړې وايي: "کور اوس د یوه یاد په څېر دی. هېڅ هم نه دي پاتې."
د دوی کور وروسته له هغه ویجاړ شو چې د فاطمې پلار جاوېد محمد چې ځایي سیاستوال دی په دې تور ونیول شو چې ګواکې اتر پردېش کې یې د مسلمانانو لاریون برابر کړی وو چې وروسته بیا په تاوتریخوالي واوښت.
لاریونوالو غوښتنه کوله چې نوپورشرما دې ونیول شي، اغلې شرما د هند د واکمن ګوند یوه ویانده وه او څو اوونۍ وړاندې یې په یوه ټلویزیوني بحث کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ص ته سپکاوی کړی و. په همدې خبره بي جی پي ګوند هغه له دندې لېرې کړه.
جاوېدو محمد له هغو ۳۰۰ کسانو وو چې په اترپردېش کې له دې لاریون وروسته ونیول شول.
د دوی د کور نړول مخالفو سیاستوالو غندلی وو او د ایالت په سخت دریځي هندو وزیر اعلی یوګي ادېتیانات یې تور پورې کړی وو چې له قانونه یې سرغړونه کړې وه.
د دوو نورو مسلمانانو کورونه چې د تېرې جمعې له لمانځه وروسته د کاڼو په ویشتلو تورن وو هم ونړول شول.

د عکس سرچینه، Vivek Singh
په دې وروستیو کې اتر پردېش ایالت او د هند بي جی پي ګوند تر واکمنۍ لاندې نورو ایالتونو کې له مذهبي تاوتریخوالي وروسته د ګڼو مسلمانانو کورونه نړول شي.
سیاسي شنونکي عاصم علي بي بي سي ته په دې اړه ویلي: "د کور نړول په ځانګړي ډول یو ډېر ظالمانه کار دی ځکه چې کور د خوندیتوب یوه نښه ده، د ټول عمر په خوارۍ یو کور جوړېږي."
"د مسلمانانو د کورونو نړولو له لارې حکومت دوی ته پیغام ورکوي چې ځانونه دې سم کړي کنه داسې د زور چلن به ورسره کېږي او حکومت او قضا کې به یې هم څوک د مرستې نه وي."
پولیسو ادعا کړې چې جاوېد محمد لاریون کې د تاوتریخوالي له تنظیموونکو یو و.
یو پولیس چارواکي خبریالانو ته ویلي و چې د ښاغلي محمد لور افرین فاطمه هم په ناوړه فعالیتونو بوخته ده او دا چې دواړه پلار او لور په ګټه پروپاګند خپروي.
سمیه فاطمه او ورور یې محمد امام دغه ادعاوې ردوي او وایي چې نه یې پلار او نه یې هم لور په دغه لاریون کې لاس درلود.
دوی وايي، تل به یې کور کې دا خبره په ټوکه کوله چې د پلار او خور زړه ور شخصیتونو له کبله ښايي دوی یوه ورځ د چارواکو له خوا په نښه شي.
سمیه فاطمه وايي:"زما ورور به تل افرین ته ویل چې د هر څه په اړه اواز مه پورته کوه، خو موږ کې هېڅ چا هم دا نه انګېرله چې دغه ډول به یې بیه پرې کوو."
د پرایاګراج ودانیزو چارو ادارې ویلي وو چې د مې په لسمه یې د محمد کورنۍ ته خبرداری ورکړی وو چې کور یې په غیر قانوني توګه جوړ شوی او دا چې باید دغې ادارې ته ورشي.

د عکس سرچینه، Somaiya Fatima
خو د نوموړي زوی ښاغلی امام دا ادعا ردوي او وايي چې د کور له نړولو یوه ورځ وړاندې ورته خبرداری ورکړل شو.
دا زیاتوي: "دا ځمکه زما د مور په نوم ده، د نیکه لخوا مې ورته ډالۍ وه. زموږ د اوبو بېل او مالیې بېل به ټول زما د مور په نوم راتلل، خو موږ ته چې کوم خبرداری راکړل شوی وو هغه مو د پلار په نوم وو."
بي بي سي د پرایاګراج ودانیزو چارو ادارې سره اړیکه ونیوله خو هغوی له خبرو کولو ډډه وکړه.
ګووېند ماتور چې دالاباد عالي محکمې پخوانی قاضي وو بي بي سي ته ویلي چې د چارواکو کړنې ډېرې بې عدالتې وې.
نوموړی زیاتوي: "ان که د کور په جوړښت کې کومه قانوني ستونزه هم وه نو چارواکو کولی شوای د ایالتي قانون له مخې یې جریمه کړي. دوی لږ تر لږه باید کورنۍ ته وخت ورکړی وای چې په دې تړاو یې چارواکو ته خپل سپیناوی کړی وای. "
د کور ویجاړولو د محمد په ګاونډیانو هم اغېز کړی. کارېلي، کوم ځای چې دا کور اباد وو له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده. تر ډېره په کې مسلمانان اوسېږي خو یو څو هندو کورنۍ هم په کې شته.
خو د کور ویجاړولو له دې پېښې وروسته سیمه کې خاموشي وي او د ډېرو خلکو په څېره کې ویره لیدل کېده.
ډیریو خلکو له خبرو کولو ډډه وکړه، ویل یې د چارواکو لخوا به په نښه شي.
د فاطمې کورنۍ لپاره یې د کور ویجاړېدل یوه لوی غم دی او د بې عدالتې احساس یې درد نور هم زیات کړی.
نوموړې وايي: "تاسو یوازې یو کور نه بلکې یوه کورنۍ مو ویجاړه کړه. زموږ د بدن یوه برخه هم د کنډو کپرو لاندې خښه ده."









