په ډيلي کې د هندوانو مذهبي جشن لپاره د قصابیو تړلو خلک قهرولي دي

یو کبابي سیخونه پخوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د هند ګڼ خلک غوښه خواره دي

د هند په پلازمېنې نوي‌ ډیلي کې د ځايي‌ چارواکو په غوښتنه له دوو ورځو راهیسې قصابۍ تړلې دي. هلته د نوراتري په نوم د هندوانو مذهبي جشن دی چې نهه ورځې نمانځل کېږي.

د دغه ایالت د جنوب او ختيځو سیمو ښاروالانو ویلي، ډیری خلک د دغه مذهبي رسم پر مهال غوښه نه خوري او دوی ته ګڼو خلک شکایت کړی چې داسې په عام محضر کې راځوړنده غوښه ورته د زغملو نه ده.

دې بندیز د ګڼو خلکو غصه پارولې ده او پر خواله رسنیو یې په دې اړه توندې نېوکې او څرګندونې کړې دي. زیاترو یې دا په هند کې د پلورالېزم خلاف یا د ګڼ توکمه ټولنې له جوړښت سره په ټکر کې بللی دی.

هندوان نوراتري جشن له دې کبله نمانځي چې د دوی د عقیدې له مخې الهې دورګا د ماهېشاسورا نومي شیطان ته ماتې ورکړې او دا پرې برلاسه شوې ده. د دغه نهه ورځني رسم پر مهال عقیدوي هندوان روژه نیسي او یا له غوښې خوړلو پرهېز کوي او د هوږې او پيازو په ګډون ځينې سبزۍ هم په خپلو خوړو کې نه کاروي.

د نوي ډیلي حکومتي چارې د عام ادمي ګوند غړی او مشر وزیر اروېند کجريوال سمبالوي او ده د قصابیو د بندولو په اړه هېڅ کوم رسمي امر نه دی ورکړی. خو دا کار د بهارتیا جنتا یا بي جې پي ګوند ځينو غړو ښاروالانو کړی او ویلي یې دي چې د روانې میلادي میاشتې اپرېل تر یوولسمې نېټې به قصابۍ بندې وي. بي جې پي هندو ملتپال او واکمن ګوند دی چې نرېندرا موډي یې اوس د لومړي وزیر په توګه د دغه هېواد واګي سمبالوي.

غبرګونونه: 'اساسي قانون وايي، هر وخت دې چې زړه وي، غوښه خوړلی شې'

دې پرېکړې پر خواله رسنیو د خلکو توندې نېوکې او غصه پارولې ده. دوی نېوکه کړې چې باید هر څوک پخپله خوښه ژوند کولو ته پرېښودل شي او ازادي یې تر پښو لاندې نشي. که یو څوک پخپله غوښه نه خوري نو په نورو یې هم باید بنده نه کړي.

د دوی په ډله کې د هند د پارلمان غړې او د ټرېنامول ګانګرېس ګوند مشرې ماهوا موېترا د دغه امر پر ضد توند غبرګون ښکاره کړی، ویلي یې دي چې، 'ما ته اساسي قانون اجازه راکړې، هر وخت چې مې زړه وغواړي، غوښه خوړلی شم او هر هټۍ وال خپلواک دی چې خپل کاروبار وکړي. بس'.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

د جمو او کشمیر پخواني مشر یا اعلی وزیر عمر عبدالله په دې اړه غبرګون کې ویلي چې، 'په روژه کې موږ د لمرخاته او لمر لوېدو تر منځ هېڅ شی نه خورو. زما په اند دا به سمه وي چې که موږ نامسلمانان او یا سېلانیان پرې نږدو چې د مسلمانانو په سیمو کې په روژه کې په عام محضر کې څه شی وخوري. که د خلکو اکثریت ته په کتو په جنوبي ډيلي که دا پرېکړه سمه بولئ،‌ نو بیا خو په جمو او کشمیر کې موږ ته داسې کول سم دي'.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

یو شمېر نورو بیا پوښتنه کړې چې ولې د دغه جشن په ورځو کې د هوږې او پیازو پر پېر او پلور بندیز نه دی لګول شو

د ټوېټر یوه کاروونکي تنویر انصاريلیکلي، چې زور یوازې له غریبو قصابانو وځي، 'په هوټلونو کې به بیا هم غوښه پخېږي. انلاین سوداګرو به بیا هم خلکو ته کورونو ته پخه کړې غوښه ور روانه کړې وي. د شرابو دوکانونه به هم پرانېستې وي. خو د هندوانو احساسات یوازې د غریبو مسلمانو د قصابیو له کبله صدمه ویني'؟

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

د روانې اپرېل میاشتې پر څلورمه نېټه په یوه خپره کړې اعلامیه کې د جنوبي ډيلي ښاروال موکېش سوراین له قصابانو غوښتي، 'کله چې خلک عبادت ته ځي او د قصابیو تر څنګ تېرېږي او یا بد بوی پرې لګېږي نو د دوی دیني عقیده او احساسات ځپل کېږي'.

"ښاغلي سوراین د اې اېن ای په نوم خبري اژانس ته په خبرو کې ویلي چې که څوک دا امر پلی نه کړي نو سرغړوونکي به جریمه شي.

د شمېرو له مخې د جنوبي ډيلي ښاروالۍ سره شاوخوا ۱۵ سوه قصابۍ ثبت دي چې اوس یې ګڼو له وېرې خپلې هټۍ تړلې دي.

عام باور دا دی چې هند تر ډېره سابه خوره یا ویجیټېرین هېواد دی خو ځينو څېړنو په ډاګه کړې چې په اصل کې یوازې شل سلنه هندیان سابه خواره دي. که څه هم د دغه هېواد ۸۰ سلنه وګړي هندوان دي خو تر ټولو ډېره غوښه خوړونکي لري. ډيلي-چې ګمان کېږي‌یوازې درې سلنه اوسېدونکي یې سابه خواره دي- دومره ډېره غوښه پکې خوړل کېږي چې اوس ډیلی 'د هند د سره کړي‌ چرګ پلازمېنه' په نوم مشهور شوی دی.