بریتانیا یو ځل بیا هڅه کوي چې ناقانونه کډوال رونډا ته ولېږي

د عکس سرچینه، Reuters
بریتانیا حکومت ویلي، روانډا ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د لېږد لپاره د راتلونکي الوتنې لپاره یې چمتووالی روان دی.
لومړنۍ پلان شوې الوتکه تېره ورځ له الوتنې څو شېبې وړاندې لغوه شوه.
روانډا ته د ناقانونه کډوالو د لېږد په پروسه کې د اروپا د بشري حقونو محکمې (ايي اېچ ټي اېچ آر) لاسوهنه د بریتانیا په محکمو کې د تازه ننګونو لامل شوې.
د بریتانیا د کار او تقاعد وزیرې تيریس کوفي ویلي، حکومت یې په دې پرېکړه "حیران او مایوسه" دی خو " د کورنیو چارو وزارت کې یې وکیلان پر راتلونکو پلانونو کار روان کړی"
آغلې کوفي زیاته کړې:"زه پوهېږم، چارواکي به لا د مخه د راتلونکې الوتنې لپاره چمتووالی ونیسي."
نوموړې زیاته کړې:"له دې کاره د حکومت موخه دا وه چې خلکو ته د پناه اخیستو خوندي قانوني لارې ومومي."
د بشري حقونو وکیل جیفري رابرټسن کیو سي چې د بشر حقونو په محکمه کې یې روانډا ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د لېږد قضیې وکالت په غاړه لري ویلي:" هغه څه چې بریتانیا ته لویوالی بښي دا دي، چې موږ به د نړیوالو محکمو او نړیوالو قوانینو ملاتړ کوو"
روانډا ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د لېږد پرېکړه د اپریل په میاشت کې د بریتانیا حکومت وکړه.

د عکس سرچینه، Steve Finn Photography
دغه حکومت په پام کې لري چې یو شمېر هغه پناه غوښتونکي چې په ناقانونه توګه د انګرېز تنګي له لارې بریتانیا ته راغلي رونډا ته واستوي، د حکومت په وینا، دا پرېکړه یې ځکه کړې چې دغه هېواد ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د راتګ مخه ونیسي.
ټاکل شوې وه چې لومړۍ الوتنه په ځايي وخت سې شنبې د شپې لس نیمې بجې د بریتانیا سویل لویدیځ کې د وېلتشير له یوې پوځي اډې وشي خو وروستیو شېبو کې لغوه شوه.
په دغه الوتنه کې د ختیځي افریقا لږ تر لږه اووه کسان رونډا ته استول کېدل.
د بریتانیا کورنیو چارو وزیرې پریټی پټيل ویلي، دې پرېکړې "ناهیلې کړې" خو زیاته کړې یې ده"راتلونکې الوتنې لپاره یې چمتووالی پیل کړی."
مېرمن تيریس کوفي بي بي سي ته ویلي: تمه کېده چې ډېرې قانوني ننګونې به وي خو موږ د دې پالیسۍ په کلکه دفاع کوو."
نوموړې دا هم ویلي:" موږ د دې کار ښه تجربه لرو ځکه غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې له غیر قانوني لارو د پناه غوښتونکو د راتګ مخه ونیسو او قانوني لارې ورته ولټوو."
د بریتانیا د دفاع وزارت د مالوماتو له مخې شاوخوا ۴۴۴ پناه غوښتونکي یې تازه پېژندلي چې هڅه یې کوله د انګرېز تنګي له لارې په وړو کښتیو کې دغه هېواد ته را واوړي.









