ولې د مرکزي افریقا جمهوریت بېټ کواین د رسمي پیسو په ډول ومنلې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د مرکزي افریقا جمهوریت چې یو ډېر بې وزله هېواد دی، بېټ کواین یا ډېجېټلي پیسې یې د راکړې ورکړې لپاره ومنلې او د رسمي پيسو په توګه یې اعلان کړې.
همدې اعلان ډېر کسان هک حیران کړل.
د مرکزي افریقا جمهوریت وايي، ډېجټېلي پیسې یې د هېواد راتلونکي اقتصاد ته ټیکاو وربښي.
په منرالونو بډایه خو د نړۍ دا بې وزله هېواد یوې لسیزې کورنۍ جګړې سخت ځپلی او اقتصاد یې ور خراب کړی دی.
په دغه هېواد کې لا هم ځینې وخت جګړې کېږي او یاغیان یې د روسیې د ځانګړو کرايي وسله والو (د پیسو په بدل کې پوځي چاري ترسره کوي) په واسطه کنټرولېږي.
د یاد هېواد دې پريکړې یو شمېر خلکو ته دا اندېښنه ور اچولې چې ایا دا خو به له فرانسې د روسیې سیاست ته د اوښتون په مانا نه وي؟
سملاسي په پلازمېنه بنګوئي کې په بېټ کواین راکړه ورکړه شونې نه ده، ځکه هلته لس سلنه خلک هم په سمه توګه انټرنیټ ته لاسرسی نه لري او انټرنیټ د بېټ کواین لپاره اړین دی.
بلخوا یاد هېواد کې د برېښنا ستونزې هم زیاتې دي او ځینې کسان په دې فکر دي چې ایا کرېپټو کرسني (ډېجټلي پيسې) لپاره دغه هېواد مناسب دی او کنه؟
ډېرې داسې پوښتنې شته چې د وخت په تېریدو سره به ځواب شي.

د عکس سرچینه، AFP
مرکزي افریقا د سرو زرو او الماسو په ګډون خورا ډېر منرالونه لري، د دې هېواد د چارواکو په باور بېټ کواین د کانونو به برخه کې ښه بهرنۍ پانګونه ورټولولی شي.
د بېټ کواین کارولو لپاره برېښنا او د انټرنیټ په ګډون د بنسټیزو جوړښتونو نه شتون یوه لویه ننګونه ده.
داسې ښکاري چې یاد هېواد غواړي د ایل سلواډور په پله پښه کېږدي.
یوه میاشت مخکې ایل سلواډور هم ډېجټېلي پیسې د رسمي پیسو په توګه ومنلې او مرکزي افریقا په دې لړ کې دویم هېواد شو.
ایل سلواډور شاوخوا یو کال مخکې پریکړه وکړه چې سوداګرۍ کې بېټ کواین وکاروي او همدا لامل شو چې دا پیسې یې په رسمیت وپېژندلې.
له همدې امله یې د بیټ کواین کارولو لپاره قانون جوړ کړ.
په دغه قانون کې ویل شوي و، چې تخنیکي ستونزو او انټرنیټ د نشتوالي پرمهال نورې پيسې هم کارولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایل سلواډور له ۲ میلیونو ډېر وګړي بهر ژوند کوي او خپلو دودیز ژوند پر بنسټ له خپل ټبر سره نژدې اړیکې پالي او له همدې کبله خپل هېواد ته د کال شاوخوا ۴ میلیارد ډالره استوي.
ایل سلواډور ته له بهره استول شوې پیسې د دې هېواد ۲۰ سلنه اقتصاد جوړ وي.
ارزونې ښيي، تېر یوه کال کې ایل سلواډور ته د بېټ کواین له لارې ډېر پیسې نه وې استول شوې.
د نوموړي هېواد خلک وايي، په ډېجېټلي پیسو ډېر باور نه شي کولی.
دوی ته ورته د مرکزي افریقا ځینې اقتصادي کار پوهان هم وايي، د بېټ کواین بیو لوړېدل او ټېټېدل له لویو اقتصادي ګواښونو ډک وي او ستونزې را پورته کوي.












