غله څنګه ۲۵ میليونه غلا کړي ډالر بېرته وسپارل؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په چین کې يوه انټرنټي غله ۲۵ ميليونه ډالر غلا کړل خو دوه ورځې وروسته يې لوټل شوې پېسې بېرته وسپارلې.
دا کرېپټو پېسې وې. کرېپټو هغه برېښنايي پېسې دي چې د انټرنټ له لارې سوداګري پرې کېږي او خلک بېلا بېل توکي په ډيجيټلي بڼه اخلي او خرڅوي.
د دا ډول برېښنايي پېسو د راکړې ورکړې یو سېستم ډي فورس نومېږي چې په چين کې دی.
د ډي فورس بنسټګر منډاو ینګ تر دغو انټرنټي بريدونو وروسته په یوه پېغام کې وویل، غل هڅه کوي له ده سره په دې اړه خبرې وکړي.
د ښاغلي ينګ په خبره، دغه انټرنیټي غله هم د ډي فورس کارن(مشتري) سوداګر تاواني کړی او هم يې د هغه خپله شتمني هم لوټلې ده.
'په دغه برید کې زما خپله شتمني هم غلا شوې.'
منډاو ينګ ژمنه کړې چې په دې اړه به نور مالومات هم له خلکو سره شریک کړي.
د پيک شيلډ په نوم یوه امنیتي شرکت په دې اړه جزیات ورکړي چې دغه ګڼکپ د ډي فورس سيسټم تېر ایستلی او په دوکه يې ترې ۲۵ مېليون ډالرو په ارزښت کرېپټو پېسې لوټلې دي.
یاني، هغه د ډي فورس سیسټم ته داسې ښکاره کړې وه چې دی د کرپټو پېسو په ټولولو لګیا دی خو په اصل کې يې هغه غلا کولې، مګر سیستم هيڅ پرې پوه شوی نه و.
دا لا مالومه نه ده چې غله ولې دغه لوټل شوې پېسې بېرته سپارلې دي.
کرېپټو یا ډيجيټل پېسې څه ډول وي او څنګه کارېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ډيجيټل یا برېښنايي پېسې د انټرنټ له لارې د یو څه د اخیستلو لپاره کارېږي.
د دا ډول پېسو کاروونکي لومړی په دغه سيسټم کې تر عامې بانکولۍ په یو څه توپير ځان ته ایکاونټ یا حساب پرانيځي.
بیا انټرنټي پېسې يا همدا کرېپټو پېسې پکې اچوي او د نورې سوداګرۍ غوندې بېلا بېل هغه توکي په ډيجيټل بڼه اخلي او خرڅوي چې په سېستم کې بولۍ ته اېښودل شوي وي.
خو برخې يې محدودې دي، د عامو پېسو غوندې هر ځای هر څه نشئ پرې اخیستلی. بلکې یوازې پر خواله رسنیو د ځینو توکو د اخیستلو اډر یا سپارښتنه کولی شئ او یا د وېډيويي لوبو پر مټ غوښتل شوی توکی د همدغو برېښنايي پېسو په ورکولو سره په خپل حساب کې جمع کولی شئ.
اوس مهال په نړۍ کې شاوخوا پنځه زره ډوله کرېپټو پېسې کارېږي. تر منځ يې د بېټ کواین په نوم سېکې مشهورې دي.
د یوه بېټ کواین بیه له ۸۳۰۰ ډالرو سره برابره ده چې پخوا ان ۲۰ زره ډالر وه.
د دا ډول پېسو ټول کاروبار شاوخوا ۲۳۰ بيلیون ډالرو ته رسېږي. د دغې انټرنټي سوداګرۍ ځينې څارونکي وايي چې څه موده مخکې يې سوداګري تر ۴۰۰ بيلیون ډالرو هم اوښتې وه.








