ملګرو ملتونو په نړیواله کچه د خوراکي‌ توکو د‌ کمښت خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش خبرداری ورکړی چې د اوکرایین جګړې نړۍ کې د خوراکي توکو د کمښت او لوږې خطر ډېر کړی دی.

ښاغلي ګوتېرش ویلي د دې جګړې له کبله وار له مخه د نړۍ بېوزله هېوادونو کې د بیو لوړېدو سره غذايي امنیت خراب شوی دی.‌

نوموړی وايي که له اوکرایینه له جګړې د وړاندې مهال په کچه د خوراکي توکو صادرات بېرته پیل نه شي، نړۍ به له داسې لوږې او قحطۍ سره مخ شي، چې ښايي څو کاله به دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دا څرګندونې دغه سازمان کې د خوراکي توکو په اړه غونډه کې کړي.

دا ناسته داسې مهال شوې چې ملګري ملتونه وايي د تېرو دوو کلونو اوږدو کې نړۍ کې د هغو کسانو شمېر چې د خوراکي امنیت له اړخه خورا ناوړه حالت کې ژوند کوي،‌ له ۱۳۵ - ۲۷۶ میلیونو ته لوړ شوی دی.‌

ښاغلي ګوتېرش ویلي پر اوکرایین د روسیې یرغل خوراکي امنیت چې له وړاندې د نړیوالې تودوخې او کورونا وبا له کبله ښه نه و، لا پسې خراب کړی.‌

د روسیې له یرغل وروسته د اوکرایین له بندرونو د غلو دانو او غوړیو صادرات درېدلي.‌

اوکرایین پراخې کرهنیزې ځمکې لري او تر جګړې وړاندې یې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته د لمرمخو غوړي،‌ غنم او نورې غلې دانې صادرولې.

‌د اوکراییني صادراتو له درېدو سره د نړۍ مارکېټونو کې د دغو محصولاتو بیې پام وړ لوړې شوې.

ملګري ملتونه وايي‌ نړۍ کې د خوراکي توکو بیې د تېر کال د همدغو ورځو شپو پرتله ۳۰ سلنه لوړې دي.

ښاغلي ګوتېرش ویلي‌ دا شخړه د دې لامل شوې چې "لسګونه میلیون خلک د خوراکي ناامنۍ، خوارځواکۍ، د پراخې کچې لوږې او قحطۍ له خطر سره مخ شي."

هغه زیاته کړه:‌ "که لاسونه سره ورکړو،‌ ټولو ته کافي اندازه خوراکي توکي شته. خو که دا ستونزه همدا نن هواره نه کړو، راتلونکو میاشتو کې د خوراکي توکو کمښت سره مخامخېږو."

د ملګرو ملتونو سرمنشي دلته دا هم وویل چې دا کړکېچ بازار ته د اوکراییني محصولاتو او ترڅنګ یې د روسیې او بېلاروس له تولیدي سرې پرته د حل بله ګټوره لار نه لري.

ښاغلی ګوتېرش زیاتوي "روسیه باید اجازه ورکړي چې د اوکرایین بندرونو کې کوټه شوې غلې دانې د امن فضا کې صادر شي. له دې پرته یې صادرېدو ته باید نورې لارې چارې وکتل شي، که څه هم پوهېږو چې دا کار پخپله هم د ستونزې حل پاره کافي نه دی."

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي‌ په دې تړاو یې د روسیې، اوکرایین،‌ ترکیې،‌ امریکا،‌ اروپايي ټولنې او څو نورو مهمو هېوادونو سره د لوړې کچې اړیکې نیولي.‌

هغه که څه هم دې برخه کې پرمختګ ته هیله من دی خو وایي اوږده لار پر وړاندې لرو.‌