تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرایین کړکېچ؛ روسیه وايي، اوس هم دیپلوماسۍ ته ځای شته
د اروپايي ټولنې لپاره د روسیې استازي بي بي سي ته وویل، هېواد یې په دې باور دی، چې د اوکرایین موضوع له کبله د راپورته شوي تاوتریخوالي کمولو لپاره اوس دیپلوماتیکې لارې، چارې شته.
د روسیې سفیر ولادیمیر چیژکوف وايي، هېواد یې پر هېچا د یرغل پلان نه لري، خو خبرداری یې ورکړ چې روسیه باید و نه پارول شي، چې دا فکر بدل کړي.
ښاغلي چیزکوف په دې هکله څه و نه ویل چې ایا روسیه د اوکرایین پر پوله خپل دېره پوځيان له دې ځایه لېرې کوي او که نه، بلکې نوموړی پوښتنه کوي چې ولې هېڅوک هغو اوکراییني پوځیانو ته پام نه کوي، چې د روسیې پر لور یې مخ دی؟
خو دې سره نوموړی باور څرګندوي چې دې لړ کې به نورې خبرې هم بې ګټې نه وي. هغه د اروپا لپاره د بي بي سي ایډیټورې کاتیا ادلر ته وویل، ''موږ په دې کلک باور لرو چې اوس هم د دیپلوماسۍ لپاره ځای شته. ''
د نوموړي دا څرګندونې له دوو ورځو پراخو دیپلوماتیکو هلو ځلو وروسته مخې ته راځي.
روسیې پر اوکرایین د یرغل کولو پلان لرل پرلپسې رد کړي دي.
خو له اوکرایین سره پر پوله د نژدې ۱۰۰ روسي پوځیانو له یو ځای کېدو وروسته د امریکا په ګډون یو شمېر لوېدیځ هېوادونه وايي، روسیه ښايي ډېر ژر پر اوکرایین پوځي یرغل وکړي.
بل لور له دوو ورځو پراخو دیپلوماتیک هلو ځلو وروسته، چې مشري یې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون کوله، ځینې داسې وړاندیزونه مخې ته راغلي چې ښايي د مینڅک هوکړې لور ته توجه زیاته شوې، چې له مخې یې د تاوتریخوالي کمولو هڅه وشي.