تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين کې د جګړې ګواښ او ورځنی ژوند
امريکا د روسيې دا غوښتنه رد کړې، چې اوکرايين دې له ناټو لرې ساتي، داسې حال کې چې پر خپل ګاونډي د روسیې د يرغل خبرداری لا هم پر ځای دی. د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د دغه کړکېچ حل لپاره د روسيې شرطونو ته په رسمي ډول ځواب وايه.
د دواړو خواوو دا تازه ډيپلوماټيکې څرګندونې داسې حال کې کېږي، چې روسيې له اوکرايين سره پر پوله خپل ځواکونه غونډ کړي دي. خو د عادي اوکراينانو ترمنځ د روان حالت په اړه څه ډول سوچ دی.
د بي بي سي سارا رېنزفرډ اوکراينۍ پلازمېنه کې وه.