تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اقلیمي بدلون هم د ترهګرۍ په څېر د افغانستان ملي امنیت ګواښي
- Author, صفت الله الفت
- دنده, استرالیا مېشتی د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه
د اقلیمي بدلون پوهانو داسې اټکل کړی چې په نړۍ کې به تر ۲۰۳۰ میلادي کاله د تودوخې درجه تر یونیم سانتي ګرېډ لوړه شي؛ خو ځينو يې بیا ان تر ۲ درجو د لوړاوي هم اټکل کړی دی.
په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون مساله سیاسي شوې او هغه هېوادونه چې زیات باندني صادرات لري، نه غواړي چې ګټې يې کمې او زیانمنې شي.
د اقلیمي بدلون په تړاو په ۲۰۱۶ م کال پاریس ښار کې د نړۍ ګڼو هېوادونو ترمنځ تړون لاسلیک شو، خو وروسته د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د امریکا اوسنۍ اداره، له دې تړون ووته.
خو داسې برېښي چی د جو بایډن په مشرۍ د امریکا راتلونکې اداره به یو ځل بیا د تېر تړون برخه شي.
پر افغانستان د اقلیمي بدلون اغېزې
افغانستان د اقلیمي بدلون لومړنی لامل نه دی او نه هم کولای شي، چې په لویه کچه، د اقلیمي بدلون روان بهیر ورو کړي.
له بده مرغه افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې نېغ په نېغه د اقلیمي بدلون تر اغېزو لاندې راغلی او یو زیانمنونکی هېواد دی.
په وروستیو کې سختو ورښتونو، سېلابونو، وچکالیو، د اوبو کمښت او د واورې ورېدو او ښويېدو، د هېوادوالو ژوند ګواښلی او اندېښمن کړي یې دي.
د هېواد په ځينو سیمو کې د تودې هوا له امله د سانتي ګرېډ درجه له جمع ۵۰ څخه لوړه او په ژمي کې تر منفي ۴۶ سانتي ګرېډ رسېږي.
د تودوخې تر منفي اغېز لاندې د راغلو سیمو اوسېدونکي کډوالۍ ته اړېږي، کورني بېځایه شوي کډوال زیاتېږي او له ګاونډیو هېوادونو څخه افغان کډوال راستنېږي.
د اوبو او خوراکي موادو د کمښت له کبله شخړې پېښېږي، خلک له دولت نهیلي کېږي او ترهګرو او جنايتکارو ډلو ته د استخدام فرصت برابرېږي.
شخړې او جرمونه، دولت ته، ننګونې زیاتوي، د بېلګې په توګه امنیتي او قضايي ادارې له نورو لومړیتوبونو پاتې کېږي او په دې مسایلو کې بوختېږي.
د سور صلیب نړیوالې کمېټې د اټکل له مخې، په افغانستان کې ۴۱ سلنه شخړې د ځمکو پر سر رامنځته کېږي.
افغانستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د بهرنيو اشغال، کورنیو جګړو، وبایي ناروغیو، طبیعي اپتونو او په وروستیو کلونو کې ترهګرۍ سخت زیانمن کړی.
خو له تېرو څو کلونو را هیسې، پر نورو ګڼو ګواښونو سربېره، د اقلیمي بدلون له ګواښ سره هم لاس او ګرېوان دی.
د افغانستان دولت داسې اټکل کړی چې تر راتلونکو لسو کالو به د هېواد په لویو ښارونو کې د خلکو نفوس دوه برابره شي.
د افغانستان بهاند سیندونه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي او د هغوی یو څه اړتیاوې ور پوره کوي؛ خو په افغانستان کې د اوبو کموالی به د دې لامل شي چې د ګاونډیو هېوادونو فشارونه نور هم زیات شي او هېواد مو له لا کورنۍ بې ثباتۍ سره مخ شي.
په افغانستان کې د اوږدې وچکالۍ له لامله د هېواد اقتصاد له نشه یي توکو پر جوړ اقتصاد بدلیږي.
نشه یي توکي د ترهګرو او جنايتکارو ډلو د عاید سرچینه ګرځي او دې ډلو ته د استخدام فرصت برابروي.
د ملګرو ملتومو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې له نشه یي توکو د افغانستان ناخالص محصولات ۳۲ سلنه اټکل کړي دي.
افغانستان زیات لیتیم او مس لري او نړۍ هم د اقلیمي بدلون له امله یادو موادو ته د زرغونې انرژۍ د کارولو په برخه کې اړتیا لري.
افغانستان کی د کانونو کیندل به خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي؛ خو د کمزورې حکومتولۍ له لامله به سیاسي ناندرۍ زیاتې شي، چې کولاې شي ترهګرو او جنایتکارو ډلو ته، د مداخلې، بډو او ناقانوني عاید زمینه برابره کړي .
د تودوښې زیاتوالی، شدیده یخني، سېلابونه او واورې د امنیتي ځواکونو په ښوونه او روزنه او همدا راز پر پوځي عملیاتو بده اغیزه کوي او د دې لامل ګرځي چې د امنیتي ځواکونو پرمختګ له خنډ سره مخ کړي، عملیات يې وځڼډوي، اړینې پوځي الوتنې ټکنۍ کړي او پر خپل وخت امنیتي ګواښونو ته ځواب ورنکړای شي.
د اقلیمي بدلون له کبله خرابه یا نامناسبه هوا په ډېریو تودو او یا سړو سیمو کې د امنیتي سرتېرو د جذب لپاره د استخدام پروسه ننګوي او هم د ملکي او پوځي سکتور لپاره د اکمالاتو په رسونه کې ستونزې رامنځته کوي.
افغانستان باید څه وکړي؟
له بده مرغه چې د کاغذ پر مخ ډېر څه شته؛ خو لکه څنګه چې تمه کېږي د افغانستان دولت په عملي توګه داسې کوم کوټلي او منلي معیاري ګامونه نه دي پورته کړي چې له اقلیمي بدلونه را پیدا شوې ستونزې پرې هوارې کړي .
افغانستان د اقلیمي بدلون ملي کمیټه لري، چې تر دې مهاله یې د اقلیمی بدلون په اړه په نړیوالو خبرو اترو کې ونډه اخیستې او د اقلیمي بدلون د ستونزو په اړه يي څو کاله وړاندې تګلاره هم جوړه کړې ده.
سربېره پر دې، د اقلیمي بدلون د اړوندو پلانونو د تطبیق او ستونزو د هواري په موخه یې د ۲۰۳۰ م کال تر پایه د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون له فنډ څخه د نژدي ۱۱ ملیاردو ډالرو مرستې غوښتنه هم کړې.
همدا راز په ۲۰۱۵م کال کې د اقلیمي بدلون د حل لارو په برخه کې يې ملګرو ملتو ته د افغانستان د ونډې ځانګړی ملي پلان سپارلی؛ خو په خواشینۍ سره په کور دننه بیا دې مسالې ته تردې مهاله دومره اړینه او جدي پاملرنه نه ده شوې.
اړینه ده چې کومې نغدي مرستې د افغانستان دولت د اقلیمي بدلون د ننګونو او ستونزو د هواري په موخه غوښتي، تر لاسه یې کړي او د اقلیمي بدلون د رامنځته شویو ستونزو د له منځه وړو او مخنیوي پلانونه عملي کړي.
همدا راز باید د اقلیمي بدلون د ګواښونو د لا روڼتیا او وضاحت لپاره د څېړنې ځانګړې اداره جوړه او د اقلیمي بدلون د ننګونو په پار ملي کنفرانسونه جوړ کړي.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر باید د اقلیمي بدلون له کبله ملي امنیت ته ور پېښ ګواښونه او په ځانګړې توګه د هېواد امنیتي ځواکونو ته اړوند ګواښونه په ګوته کړي او د هواري په لار کې یې اړین او کوټلي عملي ګامونه پورته کړي .
افغان دولت باید له ملګرو ملتونو وغواړي چې د افغانستان لپاره د اقلیمي امنیت او خوندیتوب مساله د خپل کار په ماموریت او لومړيتوب کې شامله کړي.
همدغه راز د افغانستان دولت باید له طالبانو سره، د سولې په روانو خبرو اترو کې، د اقلیمي بدلون د ننګونو مساله او د طبیعي زېرمو په اړه، چې د ترهګرو او جنایتکارو ډلو له خوا ورته ګواښ پېښ دی، د خبرو په اجنډا کې شامله کړي.
د دې ترڅنګ د افغانستان دیني عالمان، مدنې ټولنې، سیاسي ګوندونه، علمي بنسټونه، رسنۍ او څېړنیز مرکزونه باید پر پارلمان او حکومت فشار راوړي چې دا ستونزه جدي ونیسي.
راتلونکی کال چې د بریتانیا په ګلاسګو ښار کې د اقلیمي بدلون په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړېږي، اړینه ده چې افغانستان په دې کنفرانس کې ګډون وکړي او د ځان لپاره د اقلیمي بدلون د نړیوالو مرستو د لاسته راوړو په موخه خپله غوښتنه او غږ د نړیوالو مرستندویو هېوادونو تر غوږ ورسوي.
د افغانستان د اساسي قانون د ۱۵مې مادې پر بنسټ، افغان دولت د چاپېریال ساتنې مسئولیت لري.
که د افغانستان دولت د اقلیمي بدلون د ننګونو پر وړاندې عملي ګام پورته نه کړي، نو اوسنی او سبانی نسل به له ستر ناورین سره مخ کړي.
افغان دولت باید د یوه ملي مسؤلیت د درک او ادا له مخې د ستونزې تر پېښیدو منتظر پاتې نه شي، بلکې تر پېښېدو وړاندې یې د مخنیوي اقدام وکړي.