تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ساینس پوهان: د اقلیمي بدلون اوسنی وضعیت خطرناک دی
د اقلیمي بدلون په اړه وروستۍ څېړنه ښیي چې په نړیواله کچه د دې پدیدې نښې او بدې اغېزې په چټکۍ سره ډېرې شوې دي. دا څېړنه داسې وخت کې خپه شوې ده چې ملګري ملتونه د دوشنبې پر ورځ په نیویارک کې د اقلیمي بدلون په اړه خبرې پیلوي.
په څېړنه کې راغلي چې د ۲۰۱۴ کال او ۲۰۱۹ کال ترمنځ پنځه کلنه موده په تاریخ کې تر ټولو توده وه. په همدې موده کې د سمندرونو کچه هم لوړه شوې ده او د کاربن غاز هم تر پخوا هر وخت اوس ډېر تولېدېږي.
ساینس پوهان وایي، په تېرو پنځو کلونو کې چاپېریال ته ور ګډېدونکی کاربن غاز ۲۰ سلنه ډېر شوی دی. خو ښایي تر ټولو لوی خطر د سمندرونو د کچې لوړېدل وي.
څېړونکي وایي، له ۱۹۹۳ کاله را په دې خوا هر کال په اوسط ډول د سمندرونو کچه ۳.۲ میلي متره لوړېدله. خو په تېرو پنځو کلونو کې دا کچه پنځه میلي مترو ته رسېدلې ده، او اوسنی وضعیت خطرناک دی.
ساینس پوهان وایي، د سمندرونو د کچې لوړېدو پایلې سږ کال په بهاماس او موزمبیق کې ولیدل شوې، چېرې چې سمندري توپانونو لوی ځاني او مالي زیان واړولو.
څېړنه کې راغلي چې د اقلیمي بدلون له کبله پخپله سمندرونه هم تاوده شوي دي او په ۲۰۱۸ کال کې یې د تودوخه رېکارډ کچې ته رسېدلې وه.
څېړنه وایي، د نړۍ په هر ګوټ کې د انسانانو له کبله رامنځته شوې تودوخه د ځنګلي اورونو، سمندري توپانونو او نورو بدو پېښو لامل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې پر ورځ به نړیوال مشران نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د اقلیمي بدلون په اړه خبرې کوي.
د دې ناستې شعار دا دی چې نور باید د خبرو پر ځای عمل وشي.
د ملګري ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریڅ ویلي، نړیوالو مشرانو ته یې ویلي چې له تشو تقریریرونو سره دې نه راځي، بلکې له پیاوړو ژمنو سره دې ګډون وکړي.