روسیې د میټا شرکت پرضد جنايي قضیه پرانیستې ده

میټا په یوناني ژبه کې بله غاړه مانا لري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، میټا په یوناني ژبه کې 'بله غاړه' مانا لري

روسیې د میټا شرکت پرضد چې د فېسبوک او انسټاګرام څښتن دی یوه جنايي قضیه پرانیستې ده.

د روسیې د پلټنو کمیټې په یوه بیان کې ویلي دا جنايي قضیه یې د امریکایي شرکت میټا د کاروونکو لخوا د روسي وګړو د وژلو او د هغوی پرضد د تاوتریخوالي د کارولو د غوښتنې په اړه پرانیستې ده.

بلخوا میټا وایي هغه مقررات د لنډ وخت لپاره لغوه کوي چې د پارونکو موادو د خپرېدو اجازه نه ورکوي.

معلومه نده چې د روسیې لخوا پرانستل شوې جنايي قضیه به څه ډول پایلې ولري او د میټا شرکت هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې فېسبوک ته لاسری وروسته له هغه محدود کړ چې د فېسبوک ادارې د ګڼو هغو مسکو پلوه حسابونو پر ضد اقدام وکړ چې پر اوکرایین یې د یرغل په اړه خبرونه خپرول.

روسیي چارواکو فېسبوک تورنه کړې چې ''سانسور او د روسیې اتباعو له حقونو او ازادیو سرغړونه کوي.''

خو د فېسبوک اداره وايي د روسي چارواکو هغه غوښتنه یې رد کړې چې وايي د حکومت پلوه رسنیو لخوا د خبرونو په اړه له حقیقت موندنې نه دې لاس واخلي.

روسیې کې د رسنیو د څار ادارې غوښتنه کړې چې فېسبوک دې پر دولتي اژانس ار ای اې، دولتي تلویزون او کرمیلین پلوه ویپاڼو لګولي محدودیتونه لري کړي.

د فېسبوک اداره وايي په دې برخه کې یې د روسي چارواکو غوښتنې له پامه غورځولي.

د فېسبوک په ادارې (میټا) کې د نړیوالو چارو مرستیال مشر سر نېک ګلېچ ویلي ''روسي چارواکو موږ ته امر وکړ چې د حقیقت موندنې له چارې لاس واخلو خو موږ رد کړ.''

نوموړي وویل ''موږ له روسي اتباعو غواړو چې د میټا له خدماتو کار واخلي.''

سر نېک زیاته کړه ''ولسي روسان زموږ له اپونو نه د خپلو احساساتو د څرګندولو په خاطر کار اخلي او موږ له هغوی نه غواړو چې د خپل غږ پورته کولو لپاره زموږ له خدماتو نه کار اخیستلو ته دوام ورکړي.''

ګڼو روسي پلوه رسنیو پر اوکرایین د روسي ځواکونو د یرغل مثبت تصویر وړاندې کړی او پر اوکرایین یې یرغل ''ځانګړي پوځي عملیات'' بللي چې په وینا یې مسکو یې ترسره کولو ته اړ شو.

د فېسبوک ادارې ویلي یو ځانګړی مرکز یې جوړ کړی چې هغه مطالب وڅاري چې په اوکرایین کې د کړکېچ په اړه خپرېږي.