هند ''په تېروتنه'' د پاکستان خاورې ته توغندی ويشتلی

India-Pakistan border at Wagah

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، هند او پاکستان دواړه اتومي وسلې لري.

هندي چارواکي وايي، په تېروتنه یې د پاکستان پر خاوره یو توغندیز ګوزار کړی، چې دوی یې لامل د عادي ترمیم پر مهال فعالیت کې خرابي رامنځته کېدل بولي.

ډیلي کې چارواکي ویلي، دا د پښېمانۍ خبره ده او له دې کبله خوښ دي، چې زیان یې نه دی اړولی.

پاکستان پوځ بیا په دې تړاو ویلي، ''یو خورا چټک الوتونکی شی '' د ختیځ میان چنو ښار ته نژدې ولګېد او د الوت په لار کې یې مسافر لېږدونکې الوتنې له خطر سره مخامخ کړې.

د یادونې ده، چې دواړه ګاونډي هېوادونه اتومي وسلې لري.

د هند دفاع وزارت په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي: ''د ۲۰۲۲ کال مارچ پر نهمه د معمول ترمیم په ترڅ کې تخنیکي ستونزه د دې لامل شوه، چې یو توغندی تصادف وتوغېږي. هند حکومت دې موضوع ته جدي کتنه کوي او په لوړ کچ د پلټنې امر یې کړی. ''

اسلام اباد بیا ډیلي ته ''د داسې غفلت ناوړه عواقبو ته د توجه '' خبرداری ورکړی په وینا یې باید بیا تکرار نه شي.

اسلام اباد کې چارواکي وايي، دا ګوزار د هریانه ایالت له سیرسا سیمې شوی و.

پاکستان هوايي ځواک مسوولین وايي، توغندی د غږ درې برابر زیات چټک الوت سره د پاکستان خاوره کې ۱۲۴ کیلومتره دننه سفر وکړ.

پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ وویل، د هند شارژدافئر یې احضار کړی او د پېښې په هکله یې شکایت ورته کړی.

پاکستان دغه راز وايي، له هندي چارواکو یې غوښتي چې د پېښې په هکله د ترسره شوې پلټنې پایلې باید ورسره شریکې کړي.