اوکرایین جګړه؛ مکډونالډز، کوکا کولا او سټاربکس په روسیه کې خپل کاروبارونه تړلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د خوړو او څښاک مشهور کاروبارونه مکډونالډز، کوکا کولا او سټاربکس هم د هغو کاروبارونو په کتار کې ودرېدل چې په روسیه کې خپل فعالیت دروي.
مکډونالډز خپل ۸۵۰ رستورانونه او سټاربکس هم خپلې سل قهوه خونې تړي.
د اپل او نېټفلېکس په څېر شرکتونو وار له مخه پر یوکراین د روسیې د یرغل غبرګون کې په روسیه کې فعالیتونه درولي یا يې هم د درولو تابیا نیسي.
د برګر کېنګز په څېر یو شمېر نورو بیا ویلي چې په روسیه کې د خپل فعالیت ګټه به د اوکرایین د خلکو په لاسنيوي لګوي.
روسیې ته د سترو لویدیځو شرکتونو ورتګ هلته د کمونیزم او شوروي اتحاد له پرځېدو وروسته د نوې پرمختللې دورې پیل ګڼل کېده.
خو اوس پر اوکرایین له برید وروسته د ټکنالوژۍ له سترو نړیوالو شرکتونو اپل او نېټفلېکس رانیولې د جامو، خوړو او څښاکو تر سترو لویدیځو شرکتونو یو - یو په روسیه کې د فعالیت د ځنډولو او درولو خبر ورکوي.
د مور او ماشوم د توکو مشهور کاروبار 'مادرکېر' هم ویلي چې په روسیه کې خپل کاروبار تړي، چې د دغه شرکت د نړیوال کاروبار ۲۵ سلنه برخه جوړوي.
روسیه په ۲۰۲۱ کال کې د د اروپا د پرچون پنځم ستر بازار ارزول شوی چې څه باندې ۳۳۷ مېلیارد پونډه ارزښت يې اټکل شوی و.
ښایي په همدې خاطر یو شمېر ستر شرکتونه نه غواړي خپل فعالیتونه هلته د تل لپاره وتړي.
د کاروبارونو او پانګونې د یوه تخصصي ګروپ 'اماتي ګلوبل انوېسټرز' یوې مدیرې انا مکډونالډ د بي بي سي څلورم چینل ته ویلي، دا شرکتونه ځکه اړ دي چې په روسیه کې خپل فعالیتونه ودروي چې فشار پرې ډېرېدونکی دی.
دا وايي: د دغو شرکتونو ونډه وال او ښکېل اړخونه يې له هغه ځایه راتلونکې ګټې او عاید ته نشي درېدی. دې چارې د دوی د ونډو پر بیو اغېز کاوه او احساس دا و چې دا بيخي نامناسبه چاره ده چې دوی دې چارې ته دوام ورکړي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
مکډونالډز، کوکاکولا او سټاربکس درې واړو شرکتونو ویلي چې د خپل فعالیت له درولو وروسته هم خپلو کارکوونکو ته تنخوا ورکوي.
مکډونالډز په ۱۹۹۰ کال په مسکو کې هغه مهال فعالیت پیل کړ چې شوروي اتحاد خپل اقتصاد پرانیست او ګڼ کاروبارونه يې ور جذب کړل.
اوس د دغو شرکتونو تړل کېدل هم ورته پیغام لري.
ځینې هغه کاروبارونه لکه برګر کېنګ چې لا هم په روسیه کې فعالیت ته دوام ورکوي وايي، خپله ګټه د یوکراین د کډوالو ملاتړ ته ورکوي.
برګر کېنګ یوازې د یوکراین د کډوالو ملاتړ ته د درې مېلیونو ډالرو مرستې د ورکړې ژمنه کړې.
دغه کاروبار ویلي چې د خپلو ۸۰۰ څانګوالو کاروبارونو ګټه به بشري مرستو ته ګوښې کړي.
لا هم معلومه نه ده چې دغه بندیزونه تر کله او څرنګه دوام کوي.
د مک ډونالډز مشر کریس کېمپيزينسکي ویلي د دې اټکل شونی نه دی چې کله به په روسیه کې بېرته څانګې پرانیزو.








