پر اوکرایین د روسیې برید سره هم مهاله عمران خان له پوتين سره وکتل

د عکس سرچینه، PAKPMO
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په داسې حال کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین لیدو لپاره مسکو کې دی چې روسیې پر اوکرایین پنجشنبه سهار هر اړخیز برید پیل کړ.
دا روسیې ته په ۲۳ کالو کې د پاکستاني مشرتابه لومړنی سفر دی، چې په سیمه کې د اوسني کړکېچ پر مهال خورا مهم سفر بلل کېږي.
د پاکستان لومړي وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو مشرانو د دوو اړخيزو اړيکو، د سيمې او نړيوالو مسلو په اړه خبرې کړې دي.
د بيانيې له مخې دواړو مشرانو په افغانستان کې د بشري ناورين او د احتمالي اقتصادي بحران د مخنيوي په موخه په بېړني کار ټينګار کړی دی.
اسلام اباد او مسکو دواړه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د امنیتي وضعیت او بشري ناورین په اړه اندېښمن دي.
په اعلاميه کې راغلي چې عمران خان د روسيې او اوکرايين تر منځ پر وروستيو حالاتو خواشيني څرګنده کړې او وايي پاکستان هيله لري چې شخړه د خبرو له لارې هواره شي.
عمران خان ويلي، "پاکستان هیله لري چې ډیپلوماسۍ کولی شي د پوځي شخړې مخه ونیسي ... او شخړه د هېچا په ګټه نه ده، او پرمختلونکي هېوادونه به د جګړې په صورت کې تل تر ټولو زیات زیانمن شي."

د عکس سرچینه، PAKPMO
د سفر په لومړۍ ورځ عمران خان د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د پخواني شوروي د یوه نامعلوم سرتېري پر قبر د ګلونو ګېډۍ هم کېښوده.
لومړي وزير خان په مسکو کې له روسي شرکتونو سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د ګازو د پایپ لاین پر جوړولو هم خبرې کړې.
د پاکستان د پلان له مخې دا پایپ لاین به له کراچۍ د پنجاب برښنايي فابریکو ته ګاز لېږدوي د دې پروژې مالي لګښت مسکو او اسلام آباد پرې کوي.
د پاکستان د انرژۍ وزارت یوه ویاند رویټرز ته د پاکستان سټریم ګاز پایپ لاین په اړه ويلي چې دواړه هېوادونه لیواله دي ژر تر ژره دا پروژه پیل کړي.
چارشنبې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په اوکرایین باندې د روسیې د برید په تړاو امریکا خپل دريځ له پاکستان سره شریک کړی دی.
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزرات وياند نيډ پرایس وویل:" مونږ په دې باور یوو چې دا د نړۍ د هر مسول هېواد دنده ده، د هغه څه په اړه چې پوتین یې د اوکرایين په تړاو ذهن کې لري اندېښنه او نیوکه وکړي".











