اروپايي هېوادونو پر اوکرایین د روسیې یرغل غندلی

د عکس سرچینه، GLEB GARANICH / REUTERS
اروپايي هېوادونو په چټک غبرګون کې پر اوکرایین د روسي ځواکونو یرغل غندلی دی. د اروپايي ټولنې کشمنره اورسولا وندرلین په دې هکله وايي، اروپايي مشران به نن د تایید لپاره د پراخو او هدفي بندیزونو یوه ټولګه وړاندې کړي.
نوموړې زیاتوي: ''له دې ټولګې سره به موږ د روسیې اقتصاد ستراتیژیک اړخونه په نښه کړو او مهمې تکنالوژۍ او بازارونو ته به د دوی مخه ونیسو. موږ به د روسیې اقتصادي بنسټونه او د عصري کېدو وړتیا کمزوري کړو. دغه راز به په اروپايي ټولنه کې د روسیې شتمنۍ کنګل کړو، اروپايي بازار ته به د روسي بانکونو لاسرسی ختم کړو. دا بندیزونه به د جګړې لپاره د کریمیلن پر وړتیا دروند اغېز وکړي. ''
بل لور د جرمني حکومت یوه ویاند ویلي، صدراعظم اولاف شولز د اوکرایین له ولسمشر سره خبرې کړې او نوموړي ته یې د یو موټیوالي ډاډ ورکړی دی.
د جرمني اقتصاد وزیر په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي:
''موږ په اروپا کې یوه داسې جګړه د عمل په ډګر کې وینو، چې یوازې د تاریخ کتابونو کې مو لوستله، دا له نړیوالو قوانینو سخته سرغړونه ده. ''
د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، دی د دې یرغل له کبله ''بوږنېدلی '' او په وینا یې د هېواد غبرګون به یې ''پرېکنده '' وي.
ښاغلی جانسن به نن د خپل هېواد پارلمان ته له وینا مخکې پر همدې موضوع د کابینې غونډې مشري وکړي.
د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي وویل، ''دا کړنه د توجیح وړ نه ده او نه هم توجیح لري. ''
نوموړي وویل:
''موږ له ناټو او اروپايي هېوادونو سره د ژمن او یو موټي سملاسي غبرګون لپاره سلا مشورې کوو. ''
په ورته مهال د پولنډ حکومت ویاند پیتر مولر وايي، اوس وخت راغلی چې د ناټو ختیځه څانګه پیاوړې شي. نوموړی وايي، موږ داسې تمه کوله چې داسې پرېکړه به کېږي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، نړیواله ټولنه به له روسیې سره حساب - کتاب وکړي او د سر درانه زیان اوښتو خبرداری یې ورکړی دی.
ښاغلی بایډن به پر پنجشنبه دې لړ کې امریکایاتو ته وینا وکړي، چې روسیه له څه ډول عواقبو سره مخامخېدای شي.
د ناټو سازمان مشر ینس سټولټنبرګ بیا وايي، ناټو په دې سختو شرایطو کې له اوکرایین سره تر څنګ ده او د خپلو متحدینو دفاع لپاره به ټول وس او توان وکاروي.








