چین د ناټو پراختیا غندنه کې له روسیې سره ملګری شوی

دواړو مشرانو په چین کې د اولمپیک ژمنیو لوبو له پیله مخکې سره لیدلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دواړو مشرانو په چین کې د اولمپیک ژمنیو لوبو له پیله مخکې سره لیدلي دي.

د لویدیځوالو له لوري پر روسیې او چین له فشارونو سره هممهاله دې دواړو هېوادونو هغه څه غندلي دي چې دوی یې د ناټو سازمان پراختیا بولي.

مسکو او بجینګ په یوه ګډه اعلامیه کې چې د ژمنیو اولمپیک لوبو پرانستغونډه کې د ګډون لپاره چین ته د ولسمشر پوتین له تلو سره خپره شوې ویلي، دواړو هېوادونه د یو شمېر موضوعاتو په هکله یوه خوله دي.

ښاغلی پوتنی ادعا کوي چې لوېدیځوال د روسیې بې اهمیته کولو لپاره له ناټو دفاعي سازمانه کار اخلي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې د اوکرایین او روسیې تر منځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

روسیه پر اوکرایین د یرغل پلان لرل ردوي.

ښاغلي پوتین له خپل چینايي سیال شي جینګ پینګ سره د ژمنیو اولمپیک لوبو له پیل مخکې لیدلي دي.

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین د دواړو مشرانو تر منځ خبرې دوستانه او 'رغنده ' بللې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي:

''د روسیې او چین تر منځ دوستي پای نه لري او داسې هېڅ برخه نه شته چې همکاري پکې و نه شي. ''

له لیدنې وروسته د دواړو هېوادونو په یوه اوږده اعلامیه کې پر ناټو د سړې جګړې ایډیالوژۍ تپلو تور پورې شوی او دغه راز د امریکا، بریتانیا او اسټرالیا تر منځ د 'اوکیوس ' نومې تړون په هکله اندېښنه څرګنده شوې ده.

د دې هوکړې له مخې اسټرالیا د اتومي انرژۍ په مرسته چلېدونکي اوبتلونه ترلاسه کوي چې په اسیا - ارام سمندر سیمه کې د امنیت پیاوړي کولو هڅو برخه یې بولي. دې چارې ته د چین نفوذ مخنیوي په نظر کتل کېږي چې د سویلي چین سمندر په ګډون ناندریزو سیمو کې د تاوتریخوالي ډېرولو تور پرې لګول کېږي.

بل روسیه وايي، د متحد چین پالیسۍ ملاتړ کوي، چې له مخې یې په کور دننه خپلواک تایوان د چین یو جلا شوی ایالت بلل کېږي، چې بالاخره به له چین سره یو ځای کېږي.

خو تایوان بیا ځان له یوه خپل اساسي قانون او په ولسواکه توګه ټاکل شوي حکومت سره یو خپلواک هېواد بولي.

بل لور د روسیې او چین په ګډه اعلامیه کې له اوکرایین سره پر پوله د روسیې تاوتریخوالي ډېرېدو موضوع نه ده یاده شوې. خو د توندو غبرګونونو تر منځ امریکا متحدو ایالتونو پنجشنبې پر ورځ پر روسیه تور پورې کړ، چې پر اوکرایین د یرغل لپاره جعلي پلمې جوړوي.

امریکايي چارواکي وايي، روسیه د یوې داسې فلمي سیناریو پر ثبتولو هم غور کوي چې د اوکراییني پوځيانو په یوه جعلي برید کې د سر دروند زیان پکې ښوول شوی وي.

روسیې بیا غبرګون کې ویلي داسې هیڅ پروګرام نه لري.

د امریکا متحدو ایالتونو لوړپوړي چارواکي وايي، دې جعلي عملیاتو کې به چې د روسیې امنیتي ادارې یې چمتو کوي، د اوکرایین ختیځ دونباس سیمه کې د ګرافیک تصویرونو پر مټ داسې ګڼ شمېر ملکي تلفات وښوول شي، چې د اوکراییني چارواکو پر ضد په سیمه کې د خلکو توند غبرګون وپارول شوي.