اسیا کې ناټو ته ورته ټلواله؛ د امریکا په مشرۍ کواډ له چین سره مقابله کولی شي؟

ایالات متحده در ماه جاری ایده رسمی کردن کوآد را مطرح کرد

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES/BBC MONITORING

    • Author, روپشا موکرجي
    • دنده, د ختیځې اسیا کارپوه- بي بي سي

د څلور اړخه امنیتي خبرو نارسمي ټلواله یا کواډ چې له امریکا، هند، اسټرالیا او جاپان جوړه ده، د پوځي او تجارتي همکارۍ زیاتولو سره نه یواځې د خپل یووالي پیاوړي کول بلکې هند-ارام سیمه کې د چین د نفوذ د ډېرېدو خنډ کېدل غواړي.

خو د دې همکارۍ راتلونکی پوره څرګند نه دی، ځکه د جاپان او امریکا سیاست ممکن بدلون ولري.

له بلې خوا د سرحدي اختلاف پر سر د چین او هند خبرو کې پرمختګ ممکن د کواډ اغېزناکتیا کې ټاکونکی رول ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سټیون بیګان د سپټمبر لومړیو کې وویل، کواډ په پام کې لري چې د ګډو ګټو له مخې د اکتوبر وروستیو کې په نوي ډېلي کې ناستې سره دا ټلواله رسمي کړي.

له چین سره ورستي اختلاف پسې لېوالتیا

له جون راهیسې د هند او چین ترمنځ سرحدي جنجال ډېر شوی دی، د قومندانانو او وزیرانو په کچه خبرو سره هم د دې جنجال د کمېدو لپاره څرګند پرمختګ نه لیدل کېږي.

کواډ په حقیقت کې د جاپان د پخواني لومړي وزیر شینزو ابې نظر و او پر ۲۰۰۷ کال په نارسمي ډول پلی شو، خو په ارام سمندر کې د څلورو هېوادونو ګډو مانورو هم دا ټولنه خپلو موخو ته ونه رسوله.

پر ۲۰۰۸ کال ترې اسټرالیا ووتله او هند هم دغه هېواد نور دې مانورو ته ونه باله.

هندي رسنۍ وايي، اوس نوی ډېلی پلان لري چې هند سمندر کې د راتلونکي کال مانورو ته کانبرا وبولي.

هند اوس کواډ ته ځکه نوې لېوالتیا لري چې د چین په مقابل کې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره پیاوړی ځواک جوړ او نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي.

خو مالومه نه ده چې هند د چین ضد څومره سخت دریځ نیول او تاوتریخوالی زیاتول غواړي چې ښايي اوسنۍ خبرې هم اغېزمنې کړي.

د هند پرېنټ ورځپاڼه لیکي، مانورو ته د اسټرالیا بلل بېجنګ ته دا مهم پیغام رسول دي چې هند غواړي هند-ارام سیمه کې د چین په مقابل کې ودرېږي.

خو مختلفې سرچینې وايي، چې دا پرېکړه ښايي بېجینګ خوابدی کړي او د اوسني جنجال کمولو لپاره خبرې وځنډوي.

پر تجارتي، امنیتي او جاسوسي مسلو له چین سره د اسټرالیا اختلاف سبب شوی چې دا هېواد امریکا او ملګرو ته یې نږدې شي.

د اسټرالیا دولتي تلوېزون اې بي سي د یوه شنونکي له خولې وايي، چین هیڅکله هم د داسې ټولوالې جوړېدو فکر نه کاوه، خو دا یې پخپله پر موږ وتپله.

اسیا کې ناټو ته ورته ټلواله

اختلاف با چین به صادرات استرالیا شدیدا ضربه زده است

د عکس سرچینه، TWITTER/SCOTTMORRISON

د عکس تشریح، د چین اختلاف د اسټرالیا صادرات سخت زیانمن کړي دي.

هند-ارام سیمه کې د امریکا په مشرۍ ستراتیژیکه ټلواله په دغه سیمه کې د چین د یو کمربند او یوه لار په نوم اقتصادي پروګرام زیاتېدونکي نفوذ او سوېلي چین سمندرګي کې پوځیګري سره مقابله کولی شي.

د څارونکو په خبره، د دې ټلوالې رسميتوب سره به امریکا دا مهمه لاسته راوړنه ولري چې ویل کېږي د ولسمشر ټرمپ واکمنۍ کې یې نړیواله مشرۍ کې خپل ځای له لاسه ورکړی دی.

د کارپوهانو په باور د نومبر میاشتې له ټاکنو وروسته د امریکا مشرتابه بدلون سره هم شونې نه ده، چې د چین په هکله د دغه هېواد سیاست کې بدلون راشي.

ډیپلوماټ انټرنېټي مجله د سپټمبر پر ۴ خپله مقاله کې لیکي، د بایډن حکومت ښايي د ټرمپ له حکومت سره د خبرو او سبک انداز کې توپیر ولري، خو شونې نه ده چې د چین په هکله سیاست بدل شي.

خو په دا مهال د چین رسنۍ د کواډ بیا ځواکمنېدو امکان ردوي.

ګلوبل ټایمز دولتي رسنۍ د اګسټ ۲۰ سرلیکنه کې وايي، له هند او جاپان سره د چین اړیکي له واشنګټن سره د بېجینګ د اړیکو په څېر ژر خراب شوي نه دي. له چین سره خبرې هم دودیز حالت دی او جاپان هم اقتصادي پراختیا کې چین ته اړتیا لري.

له ابې وروسته د جاپان رول

له لومړي وزارت د شینزو ابې ګوښه کېدلو د چین په هکله د عمومي ستراتیژي او کواډ ته د دغه هېواد د ژمنتیا په هکله هم اټکلونه پیدا کړي دي.

د دغه هېواد بیزنېس پرېس ورځپاڼه د سپټمبر پر ۱۳ سرلیکنه کې لیکي:

"کواډ که څلورو هېوادونو کې پاتې شي یا یې غړي ډېر شي، که د چین په مقابل کې څو اړخې جبهه اغېزناکه شي، نو د ابې ډیپلوماټیک میراث به لا مهم او ډېر به وستایل شي."

اساهي شیمبون ورځپاڼه هم لیکي چې ابې لومړنی کس چې د چین مقابل کې یې دا سیاست غوره کړ.

اوس د ټولو سترګې د شینزو ابې ځایناستي یوشیهیده سوګا ته دي چې د سپټمبر پر ۱۶ واکمن شو.

که څه هم لرې ده چې جاپان د کواډ له ژمنو شاته شي، خو لا هم مالومه نه ده چې نوموړی به د ابې په څېر دغه ټلواله کې اغېزناک رول ولري که نه.

کواډ له چین سره مقابله کولی شي؟

جاپانۍ رسنۍ د کواډ جوړېدو کې د شینزو ابې رول ستايي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جاپانۍ رسنۍ د کواډ جوړېدو کې د شینزو ابې رول ستايي.

د چین وروستیو غلیمانه هڅو د هند او اسټرالیا په څېر هېوادونه اړ کړل چې پر دغه کمونېستي هېواد د فشار اچولو لپاره څو اړخې لارې ولټوي، خو د چین د هڅو مقابل کې د کواډ وړتیا راتلونکي کې پر مشخصو موخو د دې ټلوالې یووالي پورې تړلې ده.

که څه هم هند، اسټرالیا او جاپان وروستیو کلونو کې له یو بل سره سوداګریز او نظامي تړونونه کړي، خو دوی باید د ۲۰۰۸ کال له پېښو د ډډې لپاره د خپلې همکارۍ اړخونه څرګند کړي.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼه د سپټمبر ۱۴ لیکنه کې وايي: "د چین پرضد پوځي ټلواله جوړېږي که د سوداګریزې همکارۍ په څېر نور اړخونه هم لري؟ د دې همکارۍ سوداګریز اړخ ته پام کول به ځکه پېچلی کار وي چې دا هر هېواد له چین سره پراخه سوداګري لري."

په دا مهال داسې هم ویل کېږي چې نور هېوادونه په تېره د اسیان ټولنې غړي- چې له چین سره سمندري اختلاف لري- هم دې ټلوالې ته بلل کېږي او لا ډېره پراخېږي.

د څارونکو په باور، د دې ټلوالې لپاره برخلیک ټاکې خبره له چین سره د غړو هېوادونو د اختلاف کچه هم ده.

اسیان پوسټ ورځپاڼه د اګست ۲۴ سرلیکنه کې وايي، ستونزه دا ده چې د امریکا، اسټرالیا، هند او جاپان امنیتي ګټې سره ورته نه دي او هند او جاپان ته د چین امنیتي ګواښ تر نورو سملاسي او سخت دی.