بایډن: د داعش ډلې مشر د بې زړه توب په وروستي اقدام کې ځان او کورنۍ غړي ووژل

د عکس سرچینه، US Department of State
امریکايي چارواکي وايي، د سوریې شمال کې د دوی پوځیانو عملیات کړي چې پایله کې یې د داعش ډلې مشر او یو مرستیال وژل شوي دي.
ابو ابراهیم الهاشمي القرشي له هغه وروسته ځان او کورنۍ په یوه چاودنه کې ووژل چې له وسله والې نښتې وروسته امریکايي ځانګړو ځواکونو محاصره کړ.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې پر ورځ په دې عملیاتو کې د داعش مشر وژل کېدو په هکله وویل چې 'د نړۍ پر وړاندې د ترهګرۍ یو ګواښ له منځه لاړ. '
ښاغلي بایډن خبري غونډې ته وینا کې وویل، القرشي له امریکايي ځواکونو سره د نښتې پای کې د یوې چاودنې له لارې ځان او کورنۍ غړي ووژل او د هغه دا ''وروستی اقدام یې د بزدلۍ او ناهیلۍ '' نښه یاد کړ.
امریکايي چارواکو د داعش ډلې مشر د مرستیال نوم یاد نه کړ، خو په وینا یې له څو میاشتو راهیسې یې چمتوالی ورته کاوه.
داعش ډلې تر اوسه په دې هکله څه نه ویلي.

د عکس سرچینه، Empics
یو شمېر امریکايي ماهرینو بي بي سي ته وویل، د داعش ډلې مشر وژل کېدل به د دې ډلې لپاره سخته ضربه وي، خو ښايي دا ډله بېرته ځان منظم کړي.
د ادلیب ایالت اتمه ښارګوټي په دې عملیاتو کې یو درې پوړیزه ودانۍ په نښه شوې، چې د سوریې حکومت مخالفو ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمه ده.
دا سیمه د هغو جهادي ډلو کلک مرکز بلل کېږي چې له داعش ډلې سره مخالف دي او دغه راز د سوریې حکومت مخالف وسله وال هم پکې مېشت دي، چې د ترکیې ملاتړ له ځانه سره لري.
د استخباراتي معلوماتو له مخې القرشي د دې ودانۍ په دویم پوړ کې له کورنۍ سره مېشت و او له همدې ځایه یې د پیغام رسوونکو له لارې په سوریه او نورو سیمو کې د داعش چارې سمبالولې.
په ۲۰۱۹ کال کې د داعش ډلې پخواني مشر ابوبکر البغدادي له وژل کېدو وروسته القرشي چې د حاجي عبدالله، امیر محمد سید عبدالرحمان المولا په نومونو هم پېژندل کېده، د داعش ډلې مشر شو.
که څه هم په اکتوبر کې د البغدادي له وژل کېدو څلور ورځې وروسته القریشي د مشر په توګه اعلان شو، خو داسې باور کېږي چې نوموړي د مشرتوب لپاره له مخکې چمتو شوی و او په همدې موخه د جګړې له ډګره لېرې ساتل کېده.
امریکايي چارواکو د القرشي په هکله چې ۱۹۷۶ کال کې د عراق موصل کې زېږېدلی و، د معلوماتو بدل کې لس میلیونه ډالر انعام اعلان کړی و.
عملیات څنګه تر سره شول؟

د عکس سرچینه، EPA
ویل کېږي، القرشي د هغې ودانۍ پر بام له غسل پرته له دې ودانۍ بهر نه وتلو او د هوايي برید پایله کې د ودانۍ یوې بلې کورنۍ ته د زیان اوښتو وېره وه، چې له داعش ډلې سره یې تړاو نه درلود او د القرشي له شتونه بې خبره وو.
لوړ پوړي امریکايي چارواکي وايي، د ځمکنې برید په هکله له وخته غور کېده او احتمالي خطرونه یې اروزل کېدل. دوی وايي، د تمرین لپاره د ودانۍ بېلګې چمتو شوې وې او انجینرانو یې د چاودنې پایله کې د نړېدو ارزونه کړې.
ښاغلي بایډن ته د سمبر کې د دې برید د جزیاتو په هکله ویل شوي وو او هغه د پنجشنبې پر شپه ځانګړو ځواکونو ته د دې برید تر سره کولو اجازه ورکړه.
اتمه ښارګوټي ته د امریکايي پوځي چورلکو له رسېدو وروسته ولسمشر بایډن په سپینه ماڼۍ کې د ریل ټایم له لارې عملیات څارل.
ځايي سرچینې وايي، تر دوو ساعتونو پورې له امریکايي ځواکونو سره سخت مقاومت شوی، پر ګاډو ځای پر ځای شویو مدافع هوايي وسلو ډزې کولې او د راکټونو ګوزارونه کېدل.
د سپینې ماڼۍ ویاند جان کیربي وايي، امریکايي ځواکونه وتوانېدل له هغې ودانۍ چې القرشي پکې مېشت و، د اتو ماشومانو په ګډون لس کسان په خوندي توګه وباسي.
امریکايي چارواکي وايي، د برید پر مهال القرشي د ودانۍ په درېیم پوړ کې د یوې بمي چاودنې په وسیله خپل ځان، مېرمن او دوه ماشومان ووژل چې د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د داعش مشر ''وروستی بزدلانه اقدام و. ''
د سپینې ماڼۍ ویاند جان کیربي وايي، القرشي وروسته د ګوتو نښانونو او ډي این اې معایناتو په وسیله وپېژندل شو.
د یادونې ده، چې د داعش مخکیني مشر ابوبکر البغدادي هم په ۲۰۱۹ کال کې له همدې اتمه ښارګوټي نژدې ۱۶ کیلومتره لېرې له محاصره کېدو وروسته په ورته توګه ځان په یوه چاودنه کې وژلی و.










