ملګرو ملتونو د داعش-خراسان ډلې مشر د بندیزونو لېست کې شامل کړ

ثناالله غفاري

د عکس سرچینه، State Department CTB

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کومېټې اعلان کړی چې د داعش-خراسان ډلې مشر ثنا الله غفاري یې د هغو کسانو لېست ته شامل کړی چې د امنیت شورا لخوا پرې بندیزونه لګېدلي.

په دې لېست کې پر شامل کسانو عموماً د سفر بندیز لګېږي، شتمنۍ یې کنګل کېږي، د وسلو جوازنامه یا لایسنس یې لغوه کېږي او نشي کولی چې وسله رانیسي یا یې وپلوري.

ثنا الله غفاري، چې د شهاب المحاجر په نامه هم پېژندل کېږي، دا مهال د داعش خراسان ډلې عمومي امیر بلل کېږي، چې تر ډېره په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي.

یاده دې وي چې د امریکا متحده ایالتونو هم همدا تېره نومبر میاشت کې د ثناالله غفاري په ګډون د داعش-خراسان ډلې پر درې مشرانو بندیزونه اعلان کړي وو.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کومېټې په خپله اعلامیه کې د نوموړي په اړه ځینې مالومات هم خپاره کړي دي.

د دې مالوماتو له مخې ثنا الله غفاري په ۱۹۹۴ کال کې په افغانستان کې زېږېدلی دی، خو د اوسني ځای ځایکي یا پتې په اړه مالومات نشته.

په دې اعلامیه کې همدا راز راغلي چې د ښاغلي غفاري نوم د انټرپول نړیوالو پولیسو سره هم شریک شوی دی.

داعش ډله

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ثناالله غفاري د داعش-خراسان ډلې عمومي امیر بلل کېږي

ملګري ملتونه وایي، ثناالله غفاري له داعش ډلې سره اړیکې لرلې دي، دې ډلې ته یې مالي اسانتیاوې برابرې کړې دي او وسلوال یې ورته ګومارلي، او له همدې کبله د امنیت شورا د بندیزونو لېست ته شامل شوی.

نوموړی په جون ۲۰۲۰ کال کې د داعش ډلې مرکزي مشرتابه لخوا د داعش-خراسان څانګې مشر ټاکل شوی دی.

دی په افغانستان کې د داعش-خراسان ډلې د ټولو فعالیتونو او دې ډلې ته د پیسو راټولولو مسؤل بلل شوی دی.

پر ثناالله غفاري همدا راز تور دی چې په افغانستان او پاکستان کې یې ګڼ شمېر ترهګر بریدونه کړي چې سلګونه کسان پکې وژل شوي دي.

یاده دې وي چې تېره اګست میاشت کې له افغانستان د خپلو پوځیانو ایستلو پر مهال امریکایي پوځي چارواکو ویلي‌ وو،‌ د داعش ډلې شاوخوا دوه زره جنګیالي لا هم افغانستان کې موجود دي.

له هغه راهیسې داعش ډلې په کندوز، کندهار او کابل کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسؤلیت اخیستی او پر طالبانو یې هم بریدونه کړي دي.

طالبان له یوې خوا ټینګار کوي چې داعش ډله افغانستان کې کوم لوی خطر نه دی،‌ خو په ورته مهال یې څه موده وړاندې اعلان وکړ چې د افغانستان ختیځ کې یې د دې ډلې پر ضد پوځي عملیات کړي دي.