کورونا وېروس: چين غواړي دوو ورځو کې د يوه ښار د ۱۴ میليونه وګړو ازموينه وکړي

Resident of the Chinese port city of Tianjin queue for Covid tests

د عکس سرچینه، EPA

د چين په شمالي ښار تيانجين کې چارواکي په پام کې لري چې په راتلونکو دوو ورځو کې د ۱۴ ميليونه کسانو د کورونا وېروس معاينه وکړي.

دغه پرېکړه وروسته له هغه شوې چې په دې ښار کې د کورونا وېروس لږ ترلږه ۲۰ مثبتې پېښې وموندل شوې چې دوې په کې د اومېکرون بڼې وې.

دلته له خلکو غوښتل شوي چې تر ازموينې پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي او د عامه ترانسپورت کارولو لپاره يې بايد د کورونا پايله منفي وي.

چين د کورونا وېروس ضد سخته پاليسي لري چې موخه يې په ټولنه کې د دغې وېروس له منځه وړل دي. اوس د نورې نړۍ پرتله په چين کې د کورونا وېروس لږ مثبتې پېښې موندل کېږي، ځکه دلته د ډله ييزې ازموينې او محدويتونو له امله د وېروس لېږد محدود شوی دی.

خو دغه محدويتونو کېدی شي تر ډېره دوام ونکړي، ځکه د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه هلته د نوي کال ورځ ده چې ميليونونه خلک به سفر کوي او همدارنګه له دې څو ورځې وروسته په پلازمېنه بېجینګ کې چې له تيانجين ښاره ۱۱۵ کيلومتره لېرې دی، ژمنۍ اولمپيک لوبې پيلېږي.

شمېرې ښيي چې د نړۍ په ډېریی برخو کې د کورونا وېروس اومېکرون بڼې پېښې په زياتېدو دي. خو د څېړنو له مخې د کورونا وېروس دغه بڼه د ډېلټا پرتله نرمه ده خو ويل کېږي د خپرېدو کچه يې د نورو بڼو پرتله زياته ده.